«په ۱۶ ولایتونو کې به د ۹۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت پراختیايي پروژې پیل شي »

عزم(سې شنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۵ل):د ملي وحدت دحکومت د کلیوبیارغوني او پراختیا وزارت وایي چې له ګڼو افغاني شرکتونو سره یې دڅه باندي  نهه سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۸ پراختیایي پروژو قرار دادونه لاسلیک کړي دي .

د یاد وزارت وزیر نصیر احمد درانی رسنیو ته وویل چې : تمه لري د روان لمیز کال تر پایه د وزارت ۸۰ سلنه بودیجه مصرف شي .

نوموړی زیاتوي چې د روان کال له پيله یې تراوسه څه باندي ۶۰ سلنه بودیجه چې یاد وزارت ته ورکول شوې وه مصرف کړې ده .

بل پلو ولسي جرګې  د وزارتونو له لوري د بودیجې په نه مصرف اندېښنه څرګنده کړې ده .

نصیر احمد درانی وایي چې لګول شوې بودیجه یې تر ډېره د پلونو پلچکونو ،اوبو پرمدیریت ، دسړکونو په جوړولو او د برېښنا په تولید مصرف کړې ده.
د کلیوبیارغوني او پراختیا وزارت چې ګډحکومت له لوري د کابیني د ۵۰ سلنه په تقسیم کې اجرائیه ریاست ته رسېدلی دی وزیر یې د اجرائیه رئیس د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان له لوري ټاکل شوی دی .

ښاغلي دراني د نویو پروژو په هکله چې له ګڼو افغاني شرکتونو سره یې قراردادونه شوي دي وویل
“دا قرادادونه په سمنګان، بغلان، تخار، لغمان، کندهار کابل، بلخ، غور، بامیان، فاریاب، جوزجان، کاپیسا، پروان پنجشیر، فراه او پکتیکا پلي کېږي. ددې پروژو په پلي کولو سره به په یادو ولایتونو کې زرګونه کسانو ته د کار موکه برابریږي. ترڅنګ به یې زمونږ میلیونونه هېوادوالو د دې پروژو له ګټو برخمن شي. ”
بل پلو سیاسي شنونکي او ګڼ افغانان د اداري فساد د بې ساري زیاتوالي له امله یادو پروژو ته هم د شک په سترګه ګوري .
د شفافیت د نړیوال سازمان له لوري ترسره شوې سروې کې چې شاوخوا اونۍ وړاندي خپره شوه افغانستان پکې د نړۍ په سطحه درېیم هیواد ګڼل شوی دی چې .

تر دې وړاندي افغانستان په اداري فساد کې لومړی او دوهم مقامونه هم خپل کړي دي .
جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button