میدان ورګ: طالبانو یوه پوسته تسخیر او ۳ تنه اربکیان ژوندي نیولي دي

عزم (سه شنبه، میزان۲۰مه، ۱۳۹۵ل ): تیره شپه ۳ بجې د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ د السنګ په سیمه کې طالبانو د محلي پولیسو په یوه پوسته تعرضي برید وکړ او خونړۍ نښته رامنځ ته شوه.
طالبان وایي چې پوسته یې له یوې سختې جګړې وروسته په خپله ولکه کې واخیسته .
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: طالب جنګیالیو اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولي او درې تنه یې د خپلو وسلو سره ژوندي نیولي دي.
مجاهد زیاتوي: په پوسته کې یو رینجر، څلور میله وسلې او زیات شمیر مهمات طالبانو نیولي دي.
د میدان ورګ ولایتي چارواکو هم جګړه تائید کړي او ویلي یې دي چې د پوستې د بیرته نیولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.
د سیمې اوسیدونکي وایي د السنګ پوسته ډیره مهمه وه او د طالبانو لپاره یې ډیرې ستونزې پیدا کړي وې. عمرګل وردګ وایي چې اوس طالبان کولی شي په سیمه کې ازاد تګ راتګ وکړي او هیڅوک نشته چې مخه یې ونیسي.
عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button