فاریاب : یوه پوځي قرارګاه او ۳ پوستې طالبانو نیولي دي

عزم ( سه شنبه، میزان ۲۷مه، ۱۳۹۵ل ): د فاریاب ولایتي حکومتي چارواکو ویلي چې تیره شپه طالبانو د جمعه بازار ولسوالۍ اړوند قره شیخي سیمه کې د محلي پولیسو په یوه قرارګاه او دریو پوستو تعرضي بریدونه وکړل او پوره شپږ ساعته نښتو دوام وکړل.
چارواکي وایي چې په دې نښتو کې یې ۲۰ تنه طالبان وژلي دي خو د حکومتي سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.
طالبانو په خپره کړي خبرپاڼه کې ویلي چې د قره شیخي په سیمه کې یې یوه پوځي قرارګاه او درې پوستې نیولي او د یوې خونړۍ نښتې وروسته یې حکومتي سرتیري تیښتې ته اړ کړي دي. طالبان وایي په دې نښتو کې ۳ تنه اربکیان وژلي او د یو عراده رینجر او شپږو موټرسائکلونو په شمول یې یو شمیر وسلې او زیات شمیري پوځي مهمات ولجه کړي دي.
طالبانو د جکومتي لخوا د طالبانو د وژلو ادعا رد کړي خو وایي چې یو تن جنګیالی یې ټپي شوی دی.
د فاریاب ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو وروسته له هغې جګړو زور واخیست چې اونۍ وړاندې جنګسالار رشیدوستم د طالبانو پر خلاف د پوځي عملیاتو اعلان وکړ.
د رارسیدلو خبرونو له مخې طالبانو د جنګسالار دوستم ملیشو ته د چهلګزي په ولسوالۍ کې درانه تلفات اړولي، د یو کروزین په شمول یې اوه تانکونه هم ترې نیولي او د دوستم درې تنه مهم قوماندان یې د لسګونو سرتیرو سره وژلي دي.
عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: