امریکا کي په پولیسو برید مرګ ژوبله اړولې

د امریکا د پنسلوانیا ایالت په جنوب لویديځ کي په پولیسو وسله وال برید ترسره شوی، چي له امله يې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

برید د پيټرزبرګ ښار په ۴۰ کيلومترۍ کانونزبرج سیمه کي ترسره شوی اوله پيښي وروسته برید کونکی له سيمي په تېښته بریالی شوی دی.

پولیسو له برید وروسته د پيښي ځای ته غځېدلې ټولې لارې تړلې او د سیمي له اوسیدونکو څخه یې غوښتنه کړې، چي له خپلو کورونو څخه راونه وځي.

پولیسو د برید په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي او ویلې دي، چي په اړه یې پلټنې پيل شوې دي.

له بلوه پلوه د امریکا په سیاټل ښار کي د ډونالډ ټرمب ضد لاریون ترڅنګ وسله وال برید ترسره شوی، چي په ترڅ کي یې ۵ تنه ټپیان شوي، چي د یوه تن روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

پولیسو ویلي، چي د برید کونکي د نيولو لپاره یې پلټنې پيل کړي دي.

دابریدونه په داسي مهال ترسره کیږي، چي د دغه هیواد په ګڼو ښارونو کي د ډونالډ ټرمپ د بریالي کېدلو په ضد لاریونونه روان دي.

ځینو کارپوهانو څرګنده کړې، چي کېدلی شي دا لاریونونه به د «عرب پسرلي» په څېر د «امریکا پسرلي» پيل وي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button