هلمند : طالبانو دوې پوستې نیولي او ۱۲ تنه عسکر یې وژلي دي

عزم (چهارشنبه، لړم۲۶مه، ۱۳۹۵ل ): د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه څخه رارسیدلي خبرونه وایي چې نن سهار د بولان په سیمه کې طالبانو د حکومتي سرتیرو په پوستو خونړي بریدونه کړي او یو شمیر پرمختګونه یې کړي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي: د بولان په سیمه کې طالب جنګیالیو دوې پوستې له حکومتي سرتیرو نیولي او د ۱۲ تنو عسکرو جسدونه په پوستو کې پاتې ډي.
د احمدي په خبره چې په نیول شویو پوستو کې ۲ میله پیکا یوه قبضه راکټ، ۹ کلاشینکوفونه او زیات شمیر ډول ډول مرمۍ غنیمت کړي دي.
د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک وایي چې په بولان کې اوس هم جګړه روانه ده او د تلفاتو په اړه وروسته خپل مالومات رسنیو ته ورکړو.
د هلمند ولایت په مرکز کې له دوومیاشتو نه جګړه روانه ده، د اوپتراتیفي قوماندان جنرال عبدالجبار د کړیو ژمنو سره سره هم په دې نه توانیدلی چې طالبان د مرکز لښکرګاه اړوند سیمو څخه وباسي. د طالبانو نني پرمختګونه به د حکومتي سرتیرو لپاره نور هم ستونزې او مشکلات پیدا کړي.
د یو بل خبر له مخې په هلمند کې ولایتي چارواکي ادعا کوي چې د طالبانو د یوزندان څخه یې ۲۸ تنه بندیان عسکر خلاص کړي دي.
د چارواکو د ادعا په غبرګون کې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمد ویلي چې بهرنیو ځواکونو چې په کوم زندان چاپه وهلي په هغې کې ټول جنایي او د حقوقي دوسیو لرونکي بندیان ساتل کیدل.
ښاغلی احمدي زیاتوي: ( په دغو بندیانو کې عسکر یا پولیس وجود نه درلود او نه هم د دښمن اړوند اسیران موږ په دا ډول عادي زندانونو کې ساتو )
بهرنیو پوځیانو په هلمند کې له دې وړاندې هم د طالبانو په یو زندان چاپه وهلي وه چې ټول یې په نشو روږدي معتادین خلاص کړي و. هغه وخت هم د هلمند ولایتي چارواکو ادعا کړي وه چې د طالبانو له زندانه یې ۳۶ تنه بندیان عسکر خلاص کړي دي.
عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button