سلګونو امريکايانو په پاريس کې دټرمپ په ضد لاريون کړی

په سلهاو کسانو چې زياتره يې امريکايان دي دشنبې په ورځ په پاريس کې دامريکا دنوي منتخب شوي جمهور رئيس ډونالډ ټرامپ په ضد لاريونونه وکړل
لاريون کوونکو ټرمپ په تبعيض او جنسي هوس تورن کړ
دمظاهرې يو تن ګډونوال امريکايې متعلم يوسف المجرابي وويل: موږ دانتخاباتو په پايله نيوکه نلرو ، خو په مقابل کې موږ دټرمپ ارزښتونو ته هم احترام نلرو .

مظاهره چيانو له ځانونو سره بنيرونه هم ليږدول چې پرې ليکل شوي و (له ټرمپ څخه لاس واخلئ) (پاريس دټرامپ په ضد دی) .
په مظاهره کې يوې ميرمنې وويل: د ټرمپ له برياليتوب وروسته مې د ۴۸ ساعتو په دروان کې څو ځله وژړل ، او تراوسه مې ټکان خوړلی موږ بايد خپله مبارزه جاري وساتو .
دلاريون يوتن تنظيموونکي سيلفسټرجيفار دفرانسې له نړيوالې راډيو سره په خبرو کې وويل : د ټرمپ برياليتوب يوازې په متحده ايالاتو نه بلکه په ټوله نړی ناوړه اغيزې لري .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button