زابل والي: په زابل کې پولیس کم او امنیتي ګواښونه ډیر دي

عزم ( دوشنبه، لیندۍ ۸ مه، ۱۳۹۵ل ): د زابل ولایت والي بسم الله افغانمل وایي چې د زابل په ولایت کې د پولیسو تشکیل دومره کم دی چې یوې ولسوالۍ او څو کلیو لپاره هم کفایت نه کوي.
افغانمل زیاتوي چې په زابل ولایت کې امنیت ورځ په ورځ کمزوری کیږي په ډې ولایت کې هم د پولیسو شمیر کم دی او هم درنې وسلې نه لري.
زابل ولایت یو له نا امنو ولایتونو شمیرل کیږي زیاتره وخت پکې طالبان تیت پرک بریدونه کوي .
درې ورځې وړاندې هم په دې ولایت کې د پوځي او امنیتي کنډکونو یو شمیر قوماندانان د طالبانو په بریدونو کې ووژل شول.
خو د زابل ولایت کې د هوا د زیاتې یخنۍ له امله شاید طالبان کوم داسې ستر عملیات تر سره نکړي.
جمال پکتین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button