امام ابو حنیفه رح د یو کور غل څومره په مهارت پیدا کړ

شفیع الله عاصم 

ډیره حیرانونکی کیسه دهده یو کوره غلا وسوه او غله هم د هغه کلي وه،غلو د کور خاوند مجبوره کړ چي داسي قسم واخلا که دي چا ته ورښولو نو ښځه به دي طلاقه وي، د کور خاوند هم قسم واخیستی که مي چا ته وښولاست پر ما دي ښځه طلاقه وي ، سړی حیران وه ویل ئې یا به مال د لاسه ورکوم او یا ښځه ، آخر د امام صاحب مجلس ته ولاړی او هلته چپ او خوابدی ناست وه نو امام صاحب ورته وویل ولي داسي غمجن ناست ئې؟ دهویل څه نسم ویلای.امام صاحب وویل څه خو ووایه.ده ویل که مي څه وویل هر څه به خراب سي،امام صاحب بیا وویل چي څه سوي دي؟سړي ټول حال ورته ووایه.نو امام صاحب وويل دا خو هیڅ خبره نده هم به دي مالاو هم به دي ښځه درته ورسیږي. نو د کوفې په ښار کښي خلګو ویل چي دا موضوع هیڅ د حل لار نه لري او علما او فقها هم په فکر کښي وه.نو امام صاحب ویل چي صبا ماپښین د لمانځه لپاره ستاسو مسجد ته درځم،کله چي د ماپښین لمونځ ادا سو نو امام صاحب او سړی په دروازه کښي کښینستل او ده ته ئې وویل څوک چي غل نه وي وایه دا غل نه دی او کله چي غل وځی نو چپ پاته سه، هغه وه پدې ډول ټول غله ونيول سول او د كور خاوند ته ښځه او هم مال ورسيدی ټول خلگ د امام ابوحنيفه پوهي ته حیران سول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button