ارزګان: طالبانو حکومتي سرتیري په شا تمبولي ۳ ټانکونه یې له منځه وړي

عزم ( شنبه، لیندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۵ل ): د ارزګان ولایت ویاند دوست محمد نایاب وایي چې د ترینکوټ اړوند پای ناوې تالانې په سیمه کې حکومتي سرتیرو د طالبانو په مرکزونو تیره شپه بریدونه کړي او ګڼ شمیر طالبان یې وژلي دي.
نن طالبانو په یوه خپره کړي خبرپاڼه کې ویلي چې په جګړه کې یې د حکومتي سرتیرو ۳ ټانکونه سوځولي ، پنځلس تنه عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولي او د حکومتي سرتیرو تعرض یې ناکام او په شا تمبولی دي
طالبانو د خپلو جنګیالیو د تلفاتو په اړه ویلي چې یو تن جنګیالی یې وژل شوی او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
د ارزګان په ولایت کې د دولت دفاعي او امنیتي سرتیري د هوایي ځواک په ملتیا د شفق ۲ عملیاتو په لړ کې هڅه کوي چې د ولایت مرکز ترینکوټ محاصره ماته او طالبان له سیمې وباسي خو تر اوسه هیڅ کوم پرمختګ نه لري .
د تیرو څلورو میاشتو راهیسې طالبانو د ارزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې بې ساری پرمختګ کړي سلګونه پوستې او پوځي پنډ غالي یې په خپله ولکه کې اخیستي او پراخې سیمې یې تر خپل کنترو لاندې راوستي دي.
عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button