فلېپین: امریکایان دې زمونږ له هیواده کډه بار کړي.

عزم ( یکشنبه، لیندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل ): د فلېپين ولسمشر روډريګو دوتیرتا پر له کمبودیا او سنګاپور څخه د راستنیدلو وروسته په خبري کنفرانس کې وویل چې اوس د آسیا په جنوب ختیځ کې سیاستونو بدلون موندلی
امریکا باید د هغه تړون لغوه کولو ته چمتو شي چې په فلېپین کې د امریکایي پوځیان او وسائل د تمریناتو لپاره ځای پر ځای شوي دي.
د فلېپين ولسمشر پر امریکایانو غږوکړ چې ځانونه چمتو کړي پر هغو پروتوکولونو کار وکړئ چې په نتیجه کې به یې امریکایي پوځیان له دې هیواد څخه ایستل کیږي، ستاسو مالونو او تاسې ته ضرورت نه لرو په مخه مو ښه شه.
دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د فلېپين ولسمشر له خبرو خبر دي خو تر دې وخته یې رسما کوم څه نه دي تر لاسه کړي.
د فلېپين ولسمشر د امریکا ضد فکر لري او په دوامدار ډول د امریکا پر خلاف څرګندونې کوي.
که دا ځل په خپلو خبرو ټینګ پاتې شي نو دا به لومړنی هیواد وي چې امریکا ته به د پوخیانو د ایستلو په اړه په ځغرده خبرداری ورکوي.
عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button