احمد ایشچي: جرګه نه منم قانوني عدالت غواړم

عزم ( دوشنبه، لیندۍ۲۹مه، ۱۳۹۵ل ): د جوزجان پخواني والي اینجراحمد ایشچي یوې انځوریزې رسنۍ ته وویل چې که چیرې دوستم غواړي زما او د ده تر منځ منازعه د جرګې مرکې له لارې حل کړي دا خوب دې نه ویني .
ایشچي وایي چې ما د وزیراکبرخان او بګرام په روغتونونو کې د پښې ، پښتۍ او د مقعد زخمونو معائنات بشپړ کړي او نتایج مې د ګډ حکومت مشرتابه ته استولي دي.
ایشچي وایي : دا د قومي جرګې کار نه دی ، جرګه به د دوستم د یوې لور په راکولو پیسو راکولو او ننواتي کولو پریکړه کوي او یا په هغه څه کولو چې ده له ما سره کړي دي پریکوي ؟ چې دا په هیڅ صورت ماته د منلو وړ نه دي.
احمد ایشچي میاشت وړاندې د وزلوبې په میدان کې د جنرال دوستم او د دوستم د ساتونکو له خوا بد بد ووهل شو او بیا یې پنځه ورځې په خپل کورکې په داسې حال کې بندي کړی و چې پرتوګ یې ترینه ایستلی و.
له خوشي کیدو وروسته احمد ایشچي په دوستم تور پورې کړ چې دوستم پرې د جنسي تیري هڅه کړي او همدغه راز یې خپلو لسو تنو ساتونکو ته امر کړې و چې جنسي تیری پر وکړي او ویډیو کلیپ یې واخلي چې وروسته د ده دحکم نه د سرغړونې پر وخت یې ورته وښیي.
له دې وړاندې جنرال دوستم د ترکټبرانو د مشر اکبربای سره هم همدا ډول عمل کړی و .خو د افغانستان حکومت په پنځلسو کلونو کې هم ونشو کولای جنرال دوستم د محکمې میز ته راکش کړي.
اوس هم که دوستم له قانونې لارې محکمه نه شي دا ډول نورې پیښې به هم تکرار شي.
عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button