سترې محکمې د نا واکه وزیرانو په اړه دارګ مکتوب رد کړ

عز ( چهارشنبه،مرغومی۱، ۱۳۹۵ل ): سلام وطندار ته د سترې محکمې یو لوړ رتبه کس ویلي چې د سلب صلاحیت وزیرانو په اړه چې ارک کوم مکتوب سترې محکمې ته را استول شوی و او د استیضاح د تفسیر غوښته پکې شوي وه رد کړی دی.
د ارګ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي چې په دې اړه تر اوسه مالمات نه لري.
د ولسې جرګې غړي صالح محمد صالح د سترې محکمې لخوا د ارګ د مکتوب ردیدل ستایلي او ویلي یې دي چې سترې محکمې د مقننه او قضائیه قوې تر منځ د تصادم مخه ونیوه.
پرون په ارګ کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ولسې جرګې د مشرتابه پلاوي سره لیده کاته کړي خو دا مالومه نه ده چې د راتلونکي په اړه یې څه تصمیم نیولی، مګر په ارګ کې ځینې سرچینې وایي چې ولسمشر نور دا موضوع تړل غواړي او تصمیم یې نیولی چې د پارلمان د ژمنیو رخصتیو وروسته به د صلب صلاحیت وزیرانو پر ځای نوي وزیران ولسې جرګې ته د باور رای تر لاسه کولو لپاره ور وپيژني.
عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button