د نړیوال جهاد موخې او پر مخ پراته خنډونه

لیکنه: ابن مبارک احمدزی

تر ټولو لومړی باید په دې باندې سر خلاص کړو چې داسلامي جهاد هدف د طاغوتي او ګوډاګي حکومت له پښو غورزول او پر ځای يې داسلامي نظام ټينګو ل دي .اسلام د دغه انقلاب په پښو درول په يو ځانګړي هيواد او يا په څو محدودو هيوادونو کې نه غواړي (لکه څنګه چې یې ماډرن سیکولران راته تلقین کوي) بلکې غوښتنه يې دا ده چې ددغه ځلانده پاڅون رڼا د نړۍ د ټولو برخو تيارې روښانه کړي که څه هم په لومړي پړاؤ کې داسلامي تنظيمونو پر غړو لا زمه ده چې دخپلو هيوادونو په حکومتونوکې بدلون رامينځ ته کړي خو وروستى پړاؤ يې له يوه نړى وال انقلاب څخه پرته بل څه نه دى.

د مجاهدینو فکر باید محدود نه وي: مطلب دا چې هغه عقيده او انقلابي مسلک چې د خپل قام او ملت دګټو لپاره کوښښ نه کوي بلکې د ټولې نړۍ دانسانانو د لوړو ګټو او منافعو په خاطر په مبارزې لاس پورې کوي همدا ريښتوني مجاهدین دي،د دوئ فکر او نظراو لوړ نړيوال اهداف يوازې ديوقام او ملت په چاپيريال کې محصور نه وي بلکې دده دمسؤليتونو طبيعي غوښتنه يو نړىوال اوښتون ( انقلاب) دی چې هغه بايد په نظرکې ولري . هغوی د جغرافيايې پولو حدود د ډیورنډ او نورو بلابترو په نامه نه پېژني، د حقیقي مجاهد عقیده هم دا وي چې که چېرې ديو غره او ياسمندر په څنډه کې پرحق یم نو په بل اړخ کې هم بايد حق وجود و لري . د نړۍ هيڅ برخه او څنډه بايد له مانه محرومه او بې برخې نه وي هر چېرته چې انسان دظلم او زياتي افراط او تفريط په اور کې سوځي مرسته يې پرما لازمه ده دغه فکر قرآن عظيم الشان په دغه مبارک ايات کې داسې بيانوي . (ومالکم لا تقاتلون فى سبيل الله والمستضعفين من الرجال والنساء والولدان الذين يقولو ن ربنا اخرجنا من هذه القریة الظالم اهلها ) دنساء سورة : ٧٥ايات .

ژباړه : او پر تاسو څه دي چې دالله په لار او د ناتوانو کړو شوېو سړيو ، ښځو او کوچنيانو دخلاصون لپاره جهاد نه کوي هغوۍ چې وايې اى زموږ ربه ! موږ له دې کلې څخه وباسه چې اوسيدونکي يې ظالمان او تيري کونکي دي .)

اوس مهال سره له دې چې هيوادونه جلا پولې لري دبشري اړيکو تعامل دادى چې هيڅ يو هيواد خپله عقيده،اصول او قوانين ترهغه دعمل ډګر ته نه شي راويستلى ترڅو ګاونډى هيواد هماغه اصول اوکړنلاره دخپلې لارې ډيوه ونه ګرزوي ، نو اوس باید بله لاره باندې غور وشي، اسلامي ډلې او حزبونه دعامې اصلاح او د خپل ځان د ساتنې په خاطر له دې نه پرته بله چاره نه لري چې داسلامي نظام دټينګښت په خاطر په يوه ځانګړې سيمه اکتفاء وکړي .بلکې هغه ته به پياوړتيا بخښي او د نړۍ نورو څنډو ته به هم دخپل دعوت لړۍ خپروي ترڅو دغه مسلک او تګلاره چې دفلاح ، بري او نيکمرغۍ ضامن ده قبوله کړى شي له بلې خوا که چېرې زياته وسه ولري دغير اسلامي حکومتونو پرخلاف توغ پورته کړي او له پښو يې وغورځوي او اسلامي حکومت يې پرځاى ټينګ کړي . داهماغه تګلاره ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم او له هغه نه وروسته راشدينو خليفه ګانو په مخکې نيولې وه .دعربو خاوره هغه ځمکه چې دلومړي ځل لپاره په کې اسلامي خوځښت پيل شُو ترټولو مخکې يې همدغه سيمه داسلامي حکومت تراغېزې لاندې راوستله له هغې نه وروسته پيغمبر صلی الله علیه وسلم ګاونډي هيوادونه دخپلې ریښتونې عقيدې اصولو ته دعوت کړل هرکله چې ددغو هيوادونو پادشاهانو د الله درسول اصلاحي بلنه رد کړه له هغوی سره يې وسلوال جهاد پيل کړ چې د تبوک غزا ددغه سپيڅلي جهاد پيل ؤ .له هغه وروسته چې ابو بکر صديق رضى الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم تروفاته وروسته دخليفه په توګه وټاکل شو هغه د دؤو غير اسلامي حکومتونو (روم او فارس) پر خلاف دجګړې اعلان وکړ تر هغه وروسته حضرت عمر فاروق رضى الله عنه دغه جګړه دخپل خلافت پرمهال د بري تر درشله ورسوله دايران ، روم ، شام او مصر وګړو په لومړي سر کې دغه اسلامي جهاد د عرب قام امپرياليستي اواستعمارى پاليسي وګڼله هغوۍ ګومان کاوه چې پخوا به خلکو د بل قام د اېلولو او غلامولو په خاطر په پاڅون لاس پورې کاوه اوس هم يوه قام دهمدغه هدف په خاطر قيام کړى. د همدغه سؤء تفاهم له امله ددغو سيمو خلک د قيصر او کسرى د بيرغ ترسيوري لاندې دمسلمانانو مقابلې ته تيار شول خو کله چې يې داسلام دانقلابي غورځنګ په اهدافو خبر شول او هغه داچې دغه غورځنګ کومه قامي غلبه (افراطي نشنلیزم) په پام کې نه لري بلکې له ټولو قامي مصالحو او اهدافو څخه سپيڅلى دى يوازې او يوازې ديوعادلانه نظام داستقرار لپاره مبارزه کوي حقيقي مرام او مقصد يې دطبقاتي ، استبدادي نظام ټغر ټولول دي چې د کسرى او قيصر په بڼه يې ولسونه راښکيل کړي پردې اساس خپله همدردي او اخلاقي مرسته يې له اسلامي خوځښت سره پیل کړه، د وخت د جابرو زبر ځواکونو (کسرى او قيصر) بيرغونه يې راکوز کړل، که چېرې به د زور له لارې دجګړې ډګر ته دمسلمانانو پرخلاف راوستل کيدل له جګړې سره به يې خپله علاقه نه ښودله

همدغه واقعيتونه وو چې مسلمانان په هېښوونکو سوبو او فتوحاتو لاس بري شول . دغه کار دغه زمينه او شرايط برابر کړل چې ولسو نو داسلامي حکومت د ټولنيز نظام د عملي څېرې په ليدلو سره په داوطلبانه ډول ددغه نړۍ وال خوځښت سره په څنګ کې ودريدل او ددغې لارې دسالارانو په توګه يې تبارز وکړ تر څو يې په نورو هيوادونو کې لوړ اهداف خپاره کړې .

موږ په تاریخ کې لوو چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په لاس روزل شوي مجاهدین په دې وتوانېدل چې په نیمه پېړۍ کې د اسلام سپېڅلی دین د فرانسې تر جنوبه او د افریقې تر شمال لویدیزه ورسوي.بنا موږ ته دا لازمه ده چې د ملتونو د سیاسي او اسلامي شعور په لوړولو کې ډېر کار وشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button