په سویډن کې دوه تنه افغانان د جنسي تیري په تور نیول شوي دي
عزم( پنجشنبه، سلواغه ۷ مه، ۱۳۹۵ل ): د تیرې شنبې په ورځ دوه تنه افغان ځوانان چې یو یې ۱۸ کلن او بل یې شل کلن دی د سویډین د پلازمېنې ستوکهلم د شمال په اوپسالا ښارګوټي کې نیول شوي دي .
په رپوټونو کې راغلي چې د جنسي تیري صحنې یې په مستقیم ډول د فیس بوک له لارې خپرولې او پولیسو یې څرک د فیس بوک له لارې لګولی و،
په خبر کې راغلي چې پولیسو یو بل افغان هم په دې جرم نیولی چې له پیښې خبر و خو پولیسو ته یې خبر نه و ورکړی.
له دې وړاندې هم په سویډن او المان کې یو شمیر افغانان ځوانان د حنسي تیریو په تورونو نیول شوي دي.
د غو افغان ځوانانو په اروپا کې د خپل هیواد نوم ډیر بد کړی او اوس ډیری اروپایان په ښه نظر نه ورته ګوري.
جمال پکتین