د عطا نور او ارګ ترمنځ اړیکو، د جمعیت د پنجشیر او غیر پنجشیري ګروپونو ترمنځ سخت اختلافونه راغلي

 عطا محمد نور برالا وايي چې ډاكټر عبدالله وړتيا نه لري ځكه يې له ارګ سره پخپله خبرې پيل كړې دي

اجرائيه رياست چې د نظام د بدلون په اړه كوم شعارونه په ښار كې ټينګ كړي موخه يې د غني- عطا د جوړجاړي مخه نيول او يوه غوغا جوړول دي 

د كمپاين پر مهال عطا ډاكټر عبدالهل ته اوه مليونه ډالر پور وركړى چې اوس يې ترې غواړي، تېره اونۍ په كابل كې د نور پر كور ډزې وشوې او يو ساتونكى يې ټپي شو

  اجرائيه رياست په دې وروستيو كې په كابل ښار كې يو شمېر شعارونه ټينګ كړي چې په هغو كې دوى د نظام بدلون او د ولسمشر او ډاكټر عبدالله ترمنځ د شوې هوكړې د موادو پر عملي كېدو ټينګار كړئ، بل لورته په رسنيو كې د جمعيت اسلامي د خپلمنځي اختلافونو په اړه په رسنيو كې پرلپسې خبرونه او راپورونه خپريږي چې اصلاً د جمعيت د پنجشير د ګروپ او غير پنجشيري كدرونو ترمنځ له اختلافه سرچينه نيسي، د دې اختلاف يو سبب همدغه دى چې په دولت كې د جمعيت ونډه تر ډېره حده د پنجشير له ګروپ سره وه. اوس د بلخ سرپرست والي د يوه ځواكمن شخص په توګه له ارګ سره په معامله بوخت دى، چې بيا د جمعيت د دواړو اړخونو ترمنځ د يو بل خلاف خبرې او نظرونه رسنيو ته راووتل.

په جمعيت كې عطا محمد نور ته نږدې سرچينې وايي چې نور د ولسشمرۍ په كمپاين كې د عبدالله په پلوى ودرېد او 34 مليون ډالره يې ولګول، له هغو څخه يې 7 ميليون ډالره ډاكټر عبدالله ته پور وركړل چې اوس يې جدي ترې غواړي، دغه پيسې هم د دې اختلاف په ژورېدو كې رول لري.

با خبرې سرچينې دغه اختلافونه ژور بولي، تېره اونۍ مخالف لوري په كابل كې د عطا محمد نور پركور ډزې هم وكړې چې يو ساتونكى يې پكې ټپي شو. چې وروسته يې خبره په جرګه خپ كړاى شوه.

د ډاكټر عبدالله او محمد يونس قانوني له خوا د اوسني رياستي نظام پر خلاف د وينا و او په ښار كې د شعارونو پورته كول هم شنونكي اصلاً په دې موخه بولي چې د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ جوړجاړي را نشي او خپل پلويان له لاسه ورنكړي نو دغو شعارونوته يې پناه وړې چې په اوسنيو شرايطو كې يې عملي كول ناشوني دي.

په خواله رسنيو كې د عبدالله د شعارونو په اړه ډيرې توندې نيوكي كېږي دوى زياتوي چې خپله د متمركز نظام د اجرائيه رياست رئيس ځان بولي خو د غير متركز نظام لپاره شعارونه وركوي دا كار د غني او ډاكټر عبدالله ترمنځ د ژورو مخالفتونو ښكارندوى دى اوس ډاكټر عبدالله غواړي چې د هغو ډلو زړونه لاسته راوړي چې د غير متمركز نظام لپاره له تيرو څوكلونو راهيسې تبليغات كوي.

خو داسې ښكار چې جمعيت كې دننه ولسي ملاتړ د ډاكټر عپدالله پر ځاى نور له عطا محمد نور سره دي په دې وروستيو كې په كابل كې يو كتاب (دولت شبكه اى، رابطۀ قدرت و ثروت در افغانستان پس از سال 2001) په عنوان خپور شوى چې په يوه فصل كې يې د عطا محمد نور د شبكه يى قدرت او پانګې په باب مفصل معلومات راوړي دي.

منبع: ویسا ورځپاڼه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button