کندهار: طالبانو د کډو غر پوسته نیولي ده

 

طالبانو په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې تیره شپه ۲ بجې یې د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ ماڼو په سیمه کې د کډو سر د غره په لوړه پوسته برید وکړ او د ۲ ساعته جګړې په تر څ کې یې پوسته په خپله ولکه کې واخیسته.

طالبانو ویلي چې دولتي سرتیرو ته زیاته مرګ ژوبله اړولي خو د یو تن جسد په پوسته کې پاتې شوی دی .

طالبان ادعا کوي چې یوراکټ ، ۸ کلاشنکوفونه ، یو د شپې  او ۲  دورځي دوربینان، یوصندوق د ثقیل  مرمۍ او لس پیره دراکټ مرمۍ اونورمهمات یې غنیمت کړي دي.

د کندهار ولایتي چارواکو تر دې وخته په دې اړه څه نه دي ویلي.

عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button