ولسمشر غني پاته ۱۶ چوکیو ته نوي وزیران پارلمان ته معرفي کړل

د ګډ حکومت له اعلان وروسته چې اته میاشتي پوره کیږي لا کابینه نه ده بشپړه شوې،د شنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني دخپلې کابینې د پاته ۱۶ نوماند وزیرانو د نومونو لیست پارلمان ته ولیږل شو، تر څو دوکیلانو دباور رایه ترلاسه کړي. تر دې وړاندي دیوشمیر وزیرانو نومونه پارلمان ته وړاندی شول چې د نه باور  رایې  په ورکولو سره رد شول چې یو هم پکې دفاع وزارت ته نوماند شیرمحمد کریمي وو.

په معرفي شویو وزیرانو کې څلور یې ښځې دي، ولسمشر غني دخپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه چې واک ته له رسیدو وروسته به په خپله کابینه کې ښځه ته ډیره ونډه ورکوي.

په لیږل شوي لیست کې دهیواد دمشهور ادیب او شاعر عبدالباري جهاني نوم هم لیدل کیږي، چې داطلاعاتو او کلتور وزارت ته کاندید شوی.نوموړی په ۱۶ معرفي شویو کسانو کې یوازنۍ شخص دي چې د افغانستان په سیاست کې معروفه څهره ده او مطبوعاتي شهرت لري

په نورو نوماند وزیرانو کې سیدسعادت منصور نادري  دښار جوړونې ،عبدالبصیر انور د عدلیې ،عبدالرزاق وحیدي دمخابراتو، علی احمد عثماني د اوبو او انرژۍ، اسدالله حنیف بلخي د پوهنې،ډاکتر محمدالله بتاش د ترانسپورټ او هوایي چلند،عبدالستار مراد داقتصاد،انجینر محمود بلیغ دفواید عامې،همایون رساد دسوداګرۍاو صنایعو، اسدالله ضمیر دکرنې او مالدارۍ ، محمدګلاب منګل دسرحدونو او قبایلو چارو ، دلبر نظري د ښځو چارو، سلامت عظیمي له نشه یي توکو سره د مبارزې، فریده مومند د لوړو زده کړو او نسرین اوریاخیل د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو ته معرفي شوي دي.

احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button