د حکمتیار نوم له تور لیست نه وایستل شو

عزم ( شنبه، سلواغه ۱۶مه، ۱۳۹۵ل ):

ملګرو ملتونو د افغانستان د ګډ حکومت په غوښتنه د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکتیار نوم له تور لیست نه لرې کړ. د ملګرو ملتونو امنیت شوری په په خپله اعلامیه کې ویلي چې له دې وروسته به حکمتیار د دوی په تور لیست کې نه وي.
اوس به ګلبدین حکمتیار ازادانه کولی شي خارجي سفرونه وکړي، له ځان سره وسله وګرځوي او شتمني به یې نه کنګل کیږي.

د حزب اسلامي  او ګډ حکومت تر منځ د هوکړه لیک یوه ماده  دا هم وه چې د حزب اسلامي د غړو نومونه به له تورلیست نه ایستل کیږي خو د ملګرو ملتونو په ننۍ پریکړه کې یوازې د حکتیار نوم رسنیز شوی دی.
حکمتیار څو ورځې وړاندې ویلي و چې که نوم یې له وایستل شي یا نه ، نومړی به کابل ته لاړ شي.
خو د ځینو خلکو په خبره چې حکمتیار لا وختي د کابل په سرینا هوټل کې میشت دی.

عاصم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button