بادغیس کې د دوو کورونو د نړیدو له امله اته تنه وژل شوي

د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ کې نن سهار د دوو کورونو د نړیدو له امله اته تنه وژل شوي دي.

د باغیس د والي ویاند ظاهر بهاند وايي، دواړه کورونه د ابکمري په کوچه زرد سیمه کې نړیدلي، چې یو کورکې درې تنه او بل کور کې پنځه تنه وژل شوي دي. د بهاند په خبره، وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. نوموړي د کورونو د نړیدو علت د واورو او بارانو له امله بللي دي. د تېرې اوونۍ راهیسې د هېواد په زیاتو ولایتونو کې سختې واورې او اورښتونو نږدې ۱۲۰ تنه وژلي دي او د زیاتو ولایتونو لویې لارې یې هم تړلي دي.

د طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر ویس برمک تېره ورځ وویل، یوازې په تېرو درې ورځو کې ۱۲۰ تنه د واورې ښوېیدو او اورښتونو له امله وژل شوي دي، چې ډېره مرګ ژوبله په نورستان او بدخشان ولایتونو کې اوښتې ده. همدارنګه د ګډحکومت لومړي مشر اشرف غني تېره شپه په ویډیويي وینا کې وویل، د مرغومي له لومړۍ د سلواغې تر ۱۷ پورې په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۱۶۰ تنه وژل شوي دي. طالبانو هم له هېوادوالو غوښتي، چې د واورې او بارانونو له امله ځپل شویو کورنیو سره مرستې وکړي او خپله خواشیني یې هم ښودلې ده.

بریالی روان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button