وروستیو واورو او ورښتونو له ۲۵۰ ډېر کسان وژلي دي

د طبیعي پېښو لپاره د چمتووالي وزارت ویاند محمد عمر محمدي وايي، وروستیو واورو او ورښتونو له ۲۵۵ ډېر کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تر ټولو ډېره مرګ ـ ژوبله په نورستان، بدخشان، غور، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې اوښتې ده.

خو له بل لوري بیا د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت وايي، وروستیو ورښتونو او واورو نوي سلنه کلیوالي سړکونه هم له منځه وړي او کلیوالو ته یې درانه زیانونه اړولي. د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت ویاند رستمي وايي « تر دې دمه د کلیو پراختیا وزارت د هېواد په ۱۰۴ ولسوالیو کې کلیوالي سړکونه له واورو او برفکوچونو پاک کړي دي او لا هم کار روان دی چې تړل شوې لارې خلاصې کړو» نوموړی وايي، زیاتې کرنیزې ځمکې هم زیانمنې شوي او لسګونه جریبه ځمکې اوبو وړي دي. له دې سره بیا د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت وایي، زیانمنو ته یې مرستې رسولي او هیڅ داسې سیمه ترې نه ده پاتې چې خلک یې ورښتونو زیانمن کړې وي او لومړنۍ مرستې نه وي ورسیدلي. د واورو له امله لويې لارې او کلیوالي سرکونه بند شوي و چې اوس مهال د کلیو پراختیا وزارت یې په ۱۰۰ ولسوالیو کې د ۲۰۰۰ سړکونو پاکېدو خبره وکړه. وسله والو طالبانو هم د زیانمن شویو کورنیو سره خواخوږي ښودلې وه او د عامو خلکو څخه یې غوښتي وو، چې له زیانمن شویو کورنیو سره مرستې وکړي.

بریالی روان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button