ميدان وردګ، دوسله وال برید په ترڅ کي ۱۳ مسافر په شهادت رسيدلي

دکابل- غزني په لویه لاره دمیدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کي تیره شپه دوسله وال برید په ترڅ کي ۱۳ مسافر په شهادت رسېدلي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه تیره شپه شاوخوا یوه بجه دسید اباد ولسوالۍ په هفت اسياب سیمه کي رامنځ ته شوې ده، چي په ترڅ کي يې دښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل شوي، چي ډزي په دریو موټرو شوي دي، چي له کابل څخه دغزني په لوري روان وو.

دسیمي خلکو ویلي، چي په سیمه کي دپولیسو یوشمېر پوستي موجودي دي، چي برید دهغوی له لوري په مسافرو شوی دی.

دمیدان وردګو دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چي وسله والو په هفت اسیاب سیمه کي دمسافرو په موټرو ډزي کړي دي او مسافر يې وژلي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی او دا يې داستخباراتي کړیو کار بللی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چي دا برید په طالبانو پوري اړه نه ده، ځکه دولسي خلکو وژل دطالبانو هدف او یاکومه بریا نه ده.

دطالبانو ویاند ویلي، چي که دپيښي دعاملینو په نیولو وتوانيږي، دخپل جرم په سزا به يې ورسوي.

په میدان وردګو ولایت کي ۱۳ تنه مسافر په داسي مهال په شهادت رسول کیږي، چي تیره ورځ په غزني ولایت کي پولیسو دهاوان په یوه برید کي ۶ ماشومان شهیدان او ۱۰ تنه نور يې ټپیان کړل.

دسيمي خلکو وویل، چي دپولیسو له څېرمي پوستې څخه دقلعه قاضی دسيمي په لوبغالي دهاوان برید وشو.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button