روسیه پر سعودي نوي پرمختللي ټانګونه پلوري
د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، روسیه پر سعودي عربستان نوې پرمختللي ټانګونه
(T-۹۰MS) پلوري.
د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ردنیس مانتوروف وايي، له سعودي سره یې د نویو پرمختللو ټانګونو هوکړه لاسلیک کړی دی.
روسي رسنیو د ردنیس مانتوروف له قوله لیکلي، له سعودي سره نوې هوکړه لیک کې ډېرې ځمکنۍ وسلې دي او زغره وال ټانګونه دي.
د نوموړي له قوله لیکي، سعودي سره پر بل هوکړه لیک هم کار روان دی او په هوکړه لیک کې توغندي او یو شمېر نورې وسلې شاملې دي.
بریالی روان