ولسمشر غني تذکره کې د «افغان او قوم »توري زیات کړل

(پنجشنبه، کب ۱۲، ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني په الکترونیکي تذکرو کې د افغان او قوم توري زیاتول تائید کړل

دا زیاتونه د نفوسو د احوالو او ثبت د قانون شپږمه اختلافي ماده وه بالاخره د یادو تورو په زیاتولو سره د ولسمشر له لوري توشیح شوه .

د ولمسشر دوهم مرستیال سرور دانش له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي :

“د ولسمشر تقنیني فرمان له لارې د نفوسو احوال ثبتولو قانون د شپږمې مادې د تعدیل طرحې توشيح کېدو سره، د الکترونیکي پېژندپاڼې وېشلو پروړاندې خنډونه لرې شول او ډېر ژر به یې د وېشلو لړۍ پیل شي.”

د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په دغه ماده کې چې وړاندي یې  دملي وحدت د حکومت چارواکي سره ویشلي وو وروستي پرېکړه یو پرمختګ ګڼل کیږي .

تر دې وړاندي  په پېژند پاڼه کې د افغان توري د لیکلو په ملاتړ پلازمینه کابل او ګڼو ولایتونو کې لاریونونه تر سره شول د افغان کلمې د نه لیکلو ملاتړ کونکي وایي چې افغان یواځي پښتون ته ویل کېدای شي او د ټولو افغانانو په پېژند پاڼه کې افغان لیکل به په غیر پښتنو باندي د پښتنو دهویت تحمیل وي .

خو دافغان توري د لیکلو ملاتړ کونکي استدلال کوي چې افغان د افغانستان هر وګړي ته ویل کیږي او د افغانستان هیڅ وګړي ته نښایي چې ځان له افغانیته وباسي
جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button