اشرف غني : امریکایي بمبارونو کې ملکیان ځکه  په نښه کیږي چې طالبان جګړه نه پریږدي

عزم(شنبه، کب ۱۴، ۱۳۹۵ل):د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن دملي شورا د پرانستي په غونډه کې وینا وکړه او له وخت څخه په استفاده یې د امریکایي هوایي بریدونو د توجیه لپاره ځيني دلائل وړاندي کړل .

غني زیاته کړه چې که طالبان جګړه پریږدي نو امریکایي ځواکونو به خپلو بمبارونو کې ملکیان نه په نښه کوي .

د امریکایي ځواکونو له لوري په دې وروستیو کې د ملکي وګړو په نښه کول زیات شوي دي .

یواځي څو ورځي وړاندي د کب په ۱۴ په ټول هیواد کې دامریکایي ځواکونو د بمبارونو له امله ۶۶ وګړو ته مرګ ژوبله واوښته چې ښځي ماشومان او سپينږیري هم پکې شامل وو .

د ملګرو ملتونو له لوري هم په یوه راپور کې د امریکایي ځواکونو له لوري دملکي وګړو د مرګ ژوبله ۹۹ سلنه زیاته شوې ده .

تر دې وړاندي دامریکا دفاع وزارت ویلي وو چې په هوایي بریدونو کې یې ۴۰ سلنه زیاتوالی راوستی دی خو ملګري ملتونه وایي چې ورسره د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم ۹۹ سلنه زیاته شوې ده .

د ګډ حکومت د مشر اشرف غني ننۍ وینا د شنونکو په اند له ضد او نقیض څرګندونو څخه ډکه وه چې تصحیح یې ښایي د اشرف غني ملاتړو ته یو لوی سرخوږی شي.

غني را روان کال کې د خونړیو پېښو د راتګ وړاندویه وکړه او زیاته یې کړه چې امینیتي ځواکونه ددې قابلیت لري چې مقابله ورسره وکړي .

غني دغه راز زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونه د امریکایي ځواکونو له ملاتړ پرته دفاع ته چمتو دي خو نوموړي د همدې وینا په بله برخه کې وویل چې له امریکایانو سره امنیتي تړون یې له دې امله لاسلیک کړ چې افغان امنیتي ځواکونه د امریکایانو همکارۍ ته ضرورت لري .

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د اولسمشر دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی
جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button