میدان وردګ: د سیدآباد په اوتړیو کې دولتي سرتیرو په جوماتونو کې سنګرونه جوړ کړي.

عزم ( جمعه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۵ل)
د میدان وردګ  نه رارسیدلي خبرونه وایي چې له یوې اونۍ راهیسې د سیداباد ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې دولتي سرتیرو په جوماتونو کې سنګرونه جوړ کړي او خلکو ته یې ویلي دي چې په دې اړه له رسنیو سره خبره شریکه نه کړي .
د اوتړیو سیمې یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط عزم ته ویلي دي چې دولتي سرتیري په ځینو جوماتونو کې خلک لمونځ اداء کولو ته هم نه پریږدي او ورته وایي چې تاسې دسرتیرو شمیر مالومول غواړئ او طالبانو ته استخباراتي مالومات ورکوئ.
نوموړی وایي چې سرتیري په جومات کې د بوټونو سره ګرځي سګرټ او چرس څکوي او هیڅ د جومات اداب او اسلامي اصول نه مراعات کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا خبر تائید کړی چې د اوتړیو په سیمه کې دولتي سرتیرو په جوماتونو کې سنګرونه نیولي او له جوماتونو نه د پنډغالي کار اخلي.
جمال پکتین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button