پکتیکا : ارګون ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو په جنازه بمبار کړی 

عزم(سه شنبه، کب ۲۴، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ مازدیګر مهال د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په دره سیمه کې امریکایي ځواکونو د جنازې په مراسمو بمبار کړی دی چې له امله یې ۱۳ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي .

د امریکایي ځواکونو له لوري په دې وروستیو کې د ملکي اهدافو په نښه کول زیات شوي دي شاوخوا دوې اونۍ وړاندي د امریکایي ځواکونو له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې په یوه ورځ ۶۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .

د ارګون د تازه پېښه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد غندلې او هغه یې داشغالګرو ځواکونو جنایت ګڼلی دی .

میاشت وړاندي دملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي وو چې دامریکایي ځواکونو له لوري د ملکي تلفاتو کچه ۹۹ سلنه زیاته شوې ده .

د ګډ حکومت مشرانو او د پکتیکا ولایتي چارواکو تر اوسه د ملکي وګړو په تازه تلفاتو څه نه دي ویلي .

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button