د نوروز لمانځل حرام دي!

راټولونه:{یون څارګر}

داچې اسلامپالو مبارزین هره اونۍ جلا موضوع او هشتاک لاندې لیکني کوي، نو تیره اونۍ یي بهتره وګڼله چې د نوروز حرام دی د سرلیک او هشتاک لاندې لیکني پر مخ یوسي،
نو په همدې اساس د اسلامپالو مبارزینو د لیکنو نچوړ ستاسو و مخ ته ایږدم

اسماعیل نثار
د اسلام دین هلته تطبیق کړئ چې شا او خوا رواجونه او راجونه ېې متضاد وي.
#نوروز بیشکه د مجوسیانو اختر وو او دی، د مسلمانانو لپاره پدې ورځ لمانځل ناروا دي، سره لدې چې خلک ېې د خوښۍ یوه مناسبه او د موسم د بدلون ورځ ګڼي خو عین وخت دا د اسلام د دښمنانو د رسمونو سره همرنګي ده. نو شریعت په صراحت سره له داسې شیانو مسلمانان منعه کړي دي تر څو د کفارو او مسلمانانو تر منځ فرق واقع وي.

قاري سعید خوستئ
دنوروز دتاريخ په اړه اسلامي مؤرخين لیکي : نوروز داور عبادت كونكو او مجوسيان ۴۸۳ كاله ترميلاد وړاندي پيل كړى چي هركال به په آذربايجان، ايران اوبلخ كې داور د عبادت كونكو لخوا لمانځل كېده . (الملل والنحل ج ۱ ص ۲۳۸)
د اور د عبادت لومړى بنسټ ايښودونكی سيسان نومېده چې د ايران د نيشاپور د حواق سيمې اوسیدونکی ؤ.
د نوروز ورځ زيات تاريخي قدامت لري ځكه نوبهار د ۴۸۳ قبل المسيح څخه تر ۲۶۰ قبل المسيح پورې د مجوسيانو عبادت ځاى و. خو دوخت په تېرېدو سره ۲۶۰ كاله تر ميلاد وړاندې د هندوستان يو بودايي پاچا امپراتور اشوك پر افغانستان باندې يرغل وكړ چې د نوبهار آتشكده يې بنده كړه او متوليان يې ووژل . بيا نوموړى پاچا په لسګونو لوى اوكوچنى بتان په دغه آتشكده كي ودرول ،چي تر ۶۵۲ ـ م پورې چې د (۳۲هـ)سره سمون خوري همداسي دبودايانو عبادت ځاى و. (الملل والنحل ج ۱ ص ۲۳۸)

عبدالسلام حنفي
په قرآن کریم کې د نوروز حرمت:
الله جل جلاله فرمایي: ﴿ وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴾ [سورة الحشر:۱۹].
ژباړه : د هغو کسانو په څیر مه کیږئ چې الله یې هیر کړی ، نو الله پر هغوي د هغوي خپل ځانونه هیر کړل ، همدغه خلک فاسقان دی،

نو په حقیقت کی یهودو نصارو او مجوسو الله تعالي هیر کړی دي،

او بل ځای الله تعالي په قرانکریم کې فرمایي: ﴿ والذين لا يشهدون الزور ﴾ [سورة الفرقان: ۷۲].

ژباړه : او د الرحمان بندګان هغه دي چې د درواغو شاهدي نه وایي ،
تفسیر ابن کثیر په جلد ۶ صفحه ۱۳۰ او تفسیر الدرالمنثور په جلد ۶ صفحه ۲۸۲ ، او الجامع الحکام القران ، په جلد ۱۳ صفحه ۷۸ ، او الباب في علوم الکتاب په جلد ۱۴ صفحه ۵۷۴ ، وغیره نورتفسیرونه لیکي چې معني د آیات داده چې رښتني مؤمنان هغه خلک دي چې د مشرکانو عیدونه او میلو ته نه حاضریږی ، او په هغو کي برخه نه اخلی

محمد عمر حماد
له عباسي خلافت وروسته دیلمیانو د خپل حکومت بنسټ کېښود دا د شیعه ګانو لمړنۍ حکومت وو، دوي د اسلام د څلورم راشد خلیفه علی ابن طالب رضي الله عنه د شهادت څخه ۳۲۵ کاله وروسته په نجف کې د مشهد علي په نوم یو خورا ستر تعمیر جوړ کړ او بل تعمیر یې د علي رضي الله عنه په نوم په بلخ کې جوړ کړ او د ټول ښار نوم یې بلخ کیښود.
په دې ډول دیلمیانو د مجوسیانو د نوبهار بلخ اختر د نوروز په اختر سره بدل کړ.
د نوروز په ورز یې د جنډې اوچتول هم رواج کړل او دا خبره یې مشهوره کړه چې: که د مزار د جنډې د اوچتولو پر مهال په دواړو سترګو ړانده له سخي(علی رضي الله عنه) څخه د سترګو سوال وکړي نو بینا کیږي او که هر څوک هر حاجت وغواړي سخي صیب یې ور پوره کوي(نعوذبالله)
داسې عقیده کاملاً شرکي او کفري عقیده ده، کوښښ وکړئ خلک له دې ګنده عقیدې څخه خبر او ترې منعه یې کړئ.

جانان خدرخیل
زه نوروز نه لمانځم، نوروز لمانځل د مجوسیانو کار دی او حرام دی، زموږ پخوانیو چې لمانځلی جهالت یې کړی دی او الله جل جلاله دې ورته بخښنه وکړي، موږ دوه اخترونه لرو همدا مو بس دي، زه پدې پوهېږم چې د نوروز لمانځل ناسم کار دی او دا زما مسئولیت دی چې تاسې وپوهوم چې مه یې لمانځئ، خیر کال پراخ دی بیا چکرې او مېلې ووهئ خو ځان په دې ګناه مه اخته کوئ، نور نو ستاسې خپل او زما خپل عمل دی او سر مو نه در خوږوم.

عبدو بصیر
نوروز هیڅ افغاني او مسلماني دود نه دی، د مسلمانانو اخترونه مالوم دې، مسلمان باید د کافرو اختر ونه لمانځي.

شاکر هوتک
شېخ الاسلام ابن تيمية په اقتضاء الصراط المستقيم ١ جلد١٣١ کې ذکرکړې دي چې مشابهت په عبادتونو او عادتونو او اخترونوکې هم راځي،نو نوروز لمانځل ځکه حرام دي چې د مجوسيانو او کافرانو سره مشابهت راځي.

رحیم بریال
د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه، هفت ميوې، لباسونه، ډالۍ ګانې، رخصتي کول، خپل ورځني کارونه ځنډول او ميلو ته تلل قطعاً حرام دي.
ځکه دا د مجوسيانو سره مشابهت دى او نوروز د مجوسیانو اختر دى.

مولوی عزام افغان
د نوروز په اړه احادیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم:

عن انس رض) قال قدم النبی ص) المدینة ولهم یومان یلعبون فیهما فقال ما
هذان الیومان قالوکنا نلعب فیهما فی الجاهلیة فقال رسول الله ص) قدابدلکم الله بهماخیرامنهما یوم الاضحی ویوم الفطر ـ ترجمه ـ حضرت انس رضی الله عنه) فرمایې
کله چی محمدصلی الله علیه واله وسلم)
مدینې مبارکې ته تشریف راوړو دمدینې خلکودوه ورځې درلودې.
یوه دمهرحان اوبله دنوروز چې په هغې کې به یې لوبې کولې .
سرداردوجهان صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل دادڅه شي لوبې تاسوکوئ ؟
دمدینې منورې خلکوورته وفرمایل مونږبه دجاهلیت په دوران کې پدې دوه ورځوکې لوبې کولې ـ
محمدصلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : الله جل جلاله) تاسې ته ددې دوه ورځو په بدل کې دوه نورې بهترط ورځې درکړي ـ
چې یوه دلوی اخترورځ اوبله دوړوکی اخترورځ ده

قاری سعید خوستئ
د نوروز لمانځلو ته ترټولو ډیر کمپاین د پراګ او لندن سپي مینځونکي کافران کوي. ازادي راډیو او بي بي سي خو د همدې لپاره جوړې شوي چې د افغان ولس شعایر او دیني کلتور اختطاف کړي او پرځاي یې امریکایي، هندي، ایرانی مجوسي کلتور رایج کړي.
خو دوی موږ ته سخت غصه دي ځکه موږ د دوی ټول مارکیټ ورخراب کړ

شرافت خان
که په رښتیا د تیر کال د نعمتونو شکر ادا کوی او غواړی چی راتلونکی کال دی هوسا او ارام واوسي خپل کور ته د نوروز د ورځی د نهه رقمي میوی راوړلو پر ځای دې یو قِسم میوه د ګاونډ یتیمانو ته ورکړه !! صدقه رَدِ بلا ده

محمد عمر حماد
مولانا ابوالکلام آزاد رحمه الله لیکي: کله چې زردشت په ۵۸۳ قبل المیلاد کې وفات شو، امت یې د زمانې په تېرېدو سره د هغه حق دین پریښود او د شیطان په لمڅه یې د مجوسیت دین رامنځ ته کړ او د اور عبادت یې پیل کړ نو همدغه ورز(نوروز) یې اور ته د سجدې په پار د اختر ورز وګڼله.
(ترجمان القرآن)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button