نوم وتی اتل ابو محجن(رضی الله عنه) و پېژنئ!

ژباړه: م. حمد الله(دانشمند)

نوم وتي اتل ﺃﺑﻮ ﻣﺤﺠﻦ ﺍﻟﺜﻘﻔﻲ(رضی الله عنه)له شرابو سره دومره مینه وه آن د ځینو روایاتو په استناد ۷/ ۸ ځلې پرې شرعي حد جاري شوی، وروسته په دې فیصله وشوه، چې باید بندي کړای شي او لا سونو ته یې زولنې واچولای شي، په دې توګه شونې ده چې له دې ناوړه کار نه لاس به سر شي. همداسې یې وکړل.

د “قادسیة” د جګړې په ورځ یې داسې و انګېرله چې مشرکان پر مسلمانانو برلاسي دي، د سعد (رضی الله عنه)بي بي ته یې څوک ور ولېژل، ورته یې کړه: ابو محجن وایې چې که هغه له بند او زولنو نه خوشي کړې، سلاح ورته ورکړې؛ نو لومړی وګړی به زه یم چې بیرته د جګړې له ډګره راستون شم؛ که د شهادت خوږ جام مې نوش نه کړ!

نوموړی (رضی الله عنه) شاعر هم و، په ښکلي اواز یې لاندې بیتونه زم زمه کړل:

“ﻛﻔﻰ ﺣﺰﻧﺎ ﺃﻥ ﺗﻠﺘﻘﻲ ﺍﻟﺨﻴﻞ ﺑﺎﻟﻘﻨﺎ 

ﻭﺃﺗﺮﻙ ﻣﺸﺪﻭﺩﺍ ﻋﻠﻲّ ﻭﺛﺎﻗﻴﺎ”…

ژباړه: دمره پریشاني زما له پاره بس ده، چې په “قنا” د غزا میدان ګرم؛ خو زه په زولنو کې یم.

یاد خبر د سعد(رضی الله عنه) مېرمنې ته ورسېد؛ هغې سم دلاسه ترې ځنځيرونه او زولنې و ویستې، پر تړلي برګ آس یې سپور کړ، سلاح یې ورکړه، په بیړه یې د زمري په څېر  ځان د جګړې ډګر ته و رساوه، له لښکر سره یو ځای شو، پر مشرکانو یې کاري ګزارونه پیل کړل، د ډېرو ککرۍ یې له تنو بېلې کړلې او د ډېرو اورمېږونه یې ورغوڅ کړل!

سعد(رضی الله عنه) چې د جګړې قومنده یې په غاړه لرله، په ډېر تعجب سره هغه څارې او ننداره یې کوي، ویې ویل: دا آس سوار څوک دی؟!

ډير وخت نه و تېر شوی، چې مجاهدین برلاسي شول، جګړه پای ته ورسېده. یاد ابومحجن(رضی الله عنه) له عهد او پیمان سره سم ځان را ورساوه، اسلحه یې تسلیم کړه، د تېر په څېر یې بیا زولنې لاسو او پښو ته په خپله واچولې.

سعد(رضی الله عنه) چې کله کور ته د جنګ له میدانه راستون شو، مېرمنې ترې د جګړې څرنګوالی وپوښتل: جګړه څنګه وه؟!

هغه مبارک ورته ټوله ماجرا(کیسه) بیان کړه او زیاته یې کړه: جګړه روانه وه تر دې چې الله پاک یو وګړی را پیدا کړ، چې په برګ آس سپور و، که ابو محجن مې دلته په زولنو کې پرېیښی نه وای؛ نو هرو مرو به مې د ځینو نښو نښانو له امله به مې هغه ګڼلی وای؟

هغې(رضی الله عنها) ورته کړه: په ستر څښتن مې دي قسم وي هغه ابو محجن و! تېره کیسه یې په زېر او زبر ورته بیان کړه..

هغه مبارک ابو محجن را وغوښت سم دلاسه یې ترې زولنې خلاصې کړې.

هغه مبارک و ویل: قسم په لوی الله که بیا د شرابو پیاله په لاس کې ونیسم!

وړاندې مې عار(پېغور) ګڼل، چې ستاسو له درو نه شراب پرېږدم. راوي وایي: بیایې هيڅکله شراب نه دي څښلي. دنوموړي اتل قبر په”آزربیجان/جرجان” کې دی. د قبر تر څنګ یې ۳ د انګورو تاکونه زرغونه دي، چې قبر یې په کامله توګه پټ کړی او ښکلا یې ور بښلې ده، سر ته یې په ډبره لیکل شوي: “قبر ابي محجن”. رضی الله عنهم اجمعین.

المصدر:[ﺍﻻﺳﺘﻴﻌﺎﺏ ‏(4/ 184) ، ﻭﺳﻨﺪﻩ ﺻﺤﻴﺢ، ﻛﻤﺎ ﻓﻲ ﺍﻹﺻﺎﺑﺔ ‏(4/ 174) و تفسیر القرطبي..].

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: