په فرانسه کي په يوې مسلماني ښځي برید شوی

په فرانسه کي افراطيانو په یوې مسلماني حامله داري میرمني دحجاب دپه سر کولو له امله برید کړی دی.

راپورونه وايي، چي تروريستانودفرانسې په شمال لويدیځ دتولوز په ښار کي په یوې حامله داري مسلماني میرمني له دې امله برید وکړ، چي هغې حجاب په سر کړی وو.

برید کونکو ددغې مسلماني میرمني له سر څخه حجاب کش کړی او ورته ويلې دي، چي دلته حجاب نشې په سر کولای، بریدګرو نوموړې ښځه له ويښتانو هم کش کړې ده.

دنوموړې ښځې خاون منیر ویلي، چي دوه ماشومان لري او ښځي يې خپل ماشومان ښوونځي ته وړي وو، چي بیرته را ستنېدله بريد پرې شوی دی، منیر ویلي، چي په میرمنې يې فزيکي برید شوی دی.

دغه مسلمانه میرمن له برید وروسته روغتون ته ليږدول شوې ده، هغې ویلي، چی بریدګرو په مرګ ګواښلې ده.

تراوسه دپولیسو له لوري برید کونکي نیول شوي نه دي.

دیادوني وړ ده، چي په دې وروستیو کي په لويديځ او په ځانګړې توګه په فرانسه کي په مسلمانانو او اسلامي مقدساتو بریدونه ډیر شوي دي، چي تراوسه لويديځ حکومتونو ددغه ډول بریدونو دمخنیوي لپاره دپام وړ اقدام نه دی کړی.

فرانسوي چارواکو ویلي، چي په فرانسوۍ مجلې چارلي ابدو تر برید وروسته په فرانسه کي په مسلمانانو سلګونه بریدونه ترسره شوي دي.

عادل خپواک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: