طالبان: د «منصوري» عملیاتو موخه یې د «اشغال» پای ته رسول دي

(شنبه، ۱۶ غویی، ۱۳۹۶):طالبانو د خپل پیل کړو عملیاتو «منصوري» وضاحتي اعلامیه کې لیکلي، چې ددې عملیاتو موخه یې یوازې د اشغال پای ته رسول دي او ګاونډیو هېوادونو ډاډ ورکوو، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پرضد ونه کارول شي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې لیکلي، چې« څرنګه چې د منصوري عملیاتو د پیل سره سم د هیواد د سرحدي سیمو په ګډون په ټول هیواد کې د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی د داخلي ملاتړو په خلاف عملیات روان دي او د عملیاتو په لومړیو ورځو کې د اسلامي امارت مجاهدینو ځینې مهمې  سرحدي او نورې سیمې آزادې کړې دي، له همدې امله موږ ګاونډیو هیوادونو ته اطمئنان ورکوو چې زموږ هدف له بهرنیو یرغلګرو څخه د هیواد آزادول او داسلامي نظام حاکمیت دی.»

طالبانو ویلي، نه به بل چاته اجازه ورکړي، چې زموږ په کورنیو کې چارو کې لاسوهنه وکړي او نه به هم نورو ته اجازه ورکړو، چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.«نه د بل چا په کورنیو چارو کې د لاس وهنې اراده لرو او نه بل څوک پریږدو چې زموږ خاوره د بل چا په ضرر استعمال کړي.

البته د پردي اشغال نه د خپل هیواد آزادول او دلته یو افغان شموله اسلامي نظام جوړول زموږ مشروع حق دی چې دغه مقدس هدف ته تر رسیدو پورې به زموږ جهادي هلې ځلې دوام کوي. ان شاءالله»

طالبانو د تېرو نهو ورځو راهیسې خپل پسرلني عملیات پیل کړي، چې تردې مهاله یې درې ولسوالۍ نیولي او لسګونه نور یې محاصره کړي دي.

بریالی روان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button