د سولي او جګړې وخت مو ولی سره بدل کړي…!؟

موسی فرهاد  2017 / جون/ 5  ———

سوله او د هغي په پايله کي امن او سوکالي راتلل رښتيا هم ډير بهترين نعمت او زموږ د ولس ارمان دى.

مګر زه فکر کوم چي اوس يي له موږ او تاسو نه وخت ورک دى ، اول مو د سولي لپاره بايد تر ٢٠٠١ کال مخکي ډيري چغي کړي واي، چي ونه شوه او یا نه کیدله فرصتونه مو له لاسه ورکړل.

نو له 2001م نه وروسته تر نن ورځي پوري چې سره شین سترګي امریکایان پر دې خاوره مسلط وي ؛ د سولي نغاري غږول په ځان ریشخند وهل دي، اوس چې د الله تعالی له لوري جهاد، قتال او مسلح جنګ را باندي فرض عین ګرځیدلی، او په همدې کار کې الله تعالی راته خیر بللی ؛ نو په دې وخت کې زموږ او ستاسو مسلمانو افغانانو لپاره همدا مقدسه جګړه کول یو ښه حل او زرین فرصت دی. د سولي مولي، روغي جوړي او نورو غولوونکو نومونو په پلمه باید له فرض عین جهاد څخه د ځان د ګوښه کولو ناروا هڅي ونکړو.

که موږ او تاسو خدای ته مخ او بندګانو ته شا کړو ، خپل ګریوانه ته سر کښته کړو آیا د سولې صورت اوس له دې پرته بل جوړیدای شي؟ چې طالب جان جګړه بس کړي او راشی کابل ته د ارګ له عمر خوړلیو ځوانانو سره اوږه په اوږه د امریکایانو چوپړ پیل کړي. او په دې توګه دنیا او آخرت دواړه تباه و برباد کړي.

او یا داچې ارګ میشتي غنیان ولاړ سي په غرونو کې له طالب جان سره یوځای په سنګر کې کښیني.

له دې دوو صورتونو پرته ، آیا د سولي بل صورت ممکن دی؟ او آیا په دې دواړو کې کوم یو د مسئلې حل را ایستلای شي؟

که طالب راشي ارګ ته تسلیم شي نو اشغال خو بیا هم پرځای پاتی دی ، ټول افغانان به سره غلامان او د الله په عذاب به مبتلا یو . او که غنيان ولاړ سی غره ته وخیژي ، نو خو جنګ ختم نسو .

(که څه هم غني خو به مجاهد سي). (فرض الممتنع)

نو باید چې په دې خبره قناعت وکړو چې اوس د سولي فرصت له لاسه وتلی البته د تسلیمۍ دروازې هروخت پرانیستي دي. چې هغه بیا د ریښتینی مسلمان او اصیل افغان لپاره نامطلوبه چاره ده .

د سولي دويم وخت او فرصت به هغه وخت وې چې سره شین سترګي یرغلګر مو له هیواده ووزي ، افغانان واقعي حریت او آزادي ترلاسه کړي. له هغه پس که بیا هم افغانان پخپلو کې د قدرت لپاره جنګیږي ، سوله او جوړجاړی نه کوي ؛ زغم او حوصله ونلري ، نو دې ملا ماته سي . ځکه چې هغه مهال بیا جګړه دومره ناروا ده لکه اوس چې جګړه نه کول ناروا دی.

خلاصه دا چې د سولي په وخت کې مو باید سکوت نه وای کړی ، او او س بیا د جګړې په وخت کې د سولي او روغي په غولوونکو بهانو مانو د فرار عن الزحف په کبیره ګناه ځانونه اخته نکړو.

او چې بیا د سولي فرصت مهیا شي باید خاموش ورته پاتي نشو.

پای ………………..!

موسی فرهاد

2017 – جون- 5

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button