د مجاهد شاعر ارواښاد سیف مومند یاد

ع، حکمت

لوړه ونه، ښایسته بشره، توره سوچه ږیره، همیشه مسنونه وطني لونګۍ پر سر او له صمیمت نه ډکې خوږې پستې خبرې . . . دا حاجي سیف الرحمن مومند و چې دشاعرانوپه نړۍ کې یې په (سیف مومند ) غږ کاوه دافغانستان دجهادي ادب له ښادو اویادو څېرو چې کابو څلور لسیزې یې په دې لاره کې خپل قلم ازمایلی او نن یې موږ وروستی یاد د اوښکو په بدرګو لمانځو.

مرحوم سیف مومند چې ما لیدلی و نو دهنر په پرتله یې له شخصیت څخه ډیر اغیزمن شوی یم،هغه په ټوله معنی  یو مؤمن، متعهد افغان شاعر و.له امریکایي یرغل وروسته چې دلته پریمانه قلمونه او وجدانونه هم د ډالرو په عوض کې د خرڅلاو میدان ته وړاندې شول. سیف مومند له هغو محدودو شاعرانو څخه و چې په سخته ورځ د خپل ملت تر څنګ ودرېد. دخپل غازي،یتیم،زنداني او ځپل شوي اولس غږ یې ترانه کړ. د مظلومو افغانانو اوښکو ته یې د شعر رنګ ورکړ او د عالمي کفر په وړاندې یې د قلم خنجر په پوره متانت وچلاوه.

وینه مو ارزانه ده هر څوک مو تویوي وینې

واړه کافران مو د شرابو په ځای څښې وینې

او یا دا چې:

راغلي دي پوځونه مغربي یې خلک بولي

اسلام ورکول غواړي صلیبي یې خلک بولي

 د مرحوم سیف مومند شعرونه چې تراوسه نشر شوي ، په څرګنده ترې معلومیږی چې نوموړی دافغانستان په معاصرو حماسي شاعرانو کې خورا مسلکي او ژور شاعر و،  چې  د ډیرو نورو  شاعرانو په خلاف یې  دوینا معلوم اوپیژندل شوی سبک درلود  دنوموړي  شعر  همیشه له نویو ترکیبونو اوقوي استدلال څخه برخمن و  چې لوستونکی یې ډیر زر په خپله ایډیا قانع کاوه، ده په شعر کې همیشه دتشې خیال پرانۍ په ځای له استدلالي اړخه پخې او دکار خبرې کولې .

سیف مومندچې څه کم څلویښت کاله وړاندې له خپل  ټاټوبي (خوست) نه دډیورنډ کرښې بلې غاړې (شمالی وزیرستان )ته په هجرت اړشوی و ډیر وخت په همدې قبایلي سیمه کې اوسیده ،نوموړي ددنیاوي کاروبار په څنګ کې په دیني چارو کې هم ترکافي حده مصروف و، دقلم جهاد یې کاوه، دتصوف او سلوک لاره یې راټینګه کړې وه، جلسي ، مشاعرې او ادبي غوندې هم منسجمولې او په سیمه کې دځوانو استعدادنو په روزنه او نویو شاعرانو په رهنمایي کې هم خپل وس نه سپماوه. دوزیرستان مشهوره ادبي جرګه (وحدت ادبي ټولنه ) هم ترډيره دده دهڅو ثمره بلل کیږي. خدای بښلی سیف مومند لکه څومره چې یوښه شاعر و همدومره دیوه جذاب ،خوشاله او راښکونکي طبیعت خاوندهم و چې په هرچا یي غږ او مجلس خوږ لګیده نوموړی له شاعرۍ سره سره دسټیج نظامت په فن کې هم پوره مهارت درلود او د وزیرستان، خوست او ورڅيرمه سیمو دمدرسو په جلسو کې دانانس دنده به ډیره ځله دده په غاړه وه چې په ډیرجالب اندازیې پرمخ وړله.زموږ دغه مجاهد او متعهد شاعر تېره ورځ د جمعې په مبارکه ورځ چې د اسد له شپږمې سره سمون خوري د زړه د حملې له امله په حق ورسید او خپل مینه وال یې د ویر په ټغرکینول.انا لله وا نا الیه راجعون. روح یې ښاد او جنتونه یې ځای شه.

سیف الرحمن مومند دمرحوم ګل رحمن مومند زوی و پلرنی اصلي ټاټوبی یې دافغانستان دننګرهار ولایت دمومنددرې ولسوالۍ مربوط د ( باسول ) کلی دی. نوموړی  په ۱۳۴۲ هـ ش کال دقوس په شلمه نیټه دخوست په ولایت کې زیږیدلی و. دده په وینا سره له دې چې پلرنی ټاټوبی یي ننګرهار ده مګر دپیدایښت سربیره یي دکوچنیتوب دوره ،زدکړه او دژوندکافي برخه  یې هم په خوست کې تیره شوې نوځکه اوس دلهجې له اړخه سوچه خوستی معلومیده. عصري علوم یي تراووم ټولګي لوستي او دینې کتابونه یي هم تر یوه حده ویلي و چې وروسته ترې تعلیم پاته شوی. نوموړي له نږدې دری لسیزو راهیسې دژوند له ستړیو سره سره شعر لیکه دغه راز ادبي لیکنې لنډې کیسې، دشاعرانو په اشعارو نقدونه، دکتابونو مقدمې  او ځینې سیاسی مقالي یې هم  لیکلي دي. دشعري اونثري لیکنو څو اثار یې  چا پ شوي او یو شمیر یې لا ناچاپه پراته دي. دغه راز دنوموړي حماسي اشعار دافغانستان دجهاد مشهور ترانه ویونکو لکه ( ملا فقیر محمد درویش ، عبدالحکیم سجاد ، او نورو  )  په بیا بیا ویلي  اومینه والو تندې یي پرې خړوبې کړي دي .

د مرحوم  سیف مومند لیکلي اثارپه لاندې ډول دي .

چاپ اثار :

۱ :ډکه جولۍ ( دیني ،ساینسي اونورګټورمعلومات په کې رایوځای شوي)

۲ : څانګه به نن سبا کې ګل شي  ( ادبي تذکره ده او دشاعرانو دشعرونو نمونې پکې راغونډې شوي )

۳ : سوکونه اوټانګونه  ( دحماسي اشعارو کوچنی غونډ دی )

ناچاپ اثار :

۱ :دزړه وینې ( دغزلومجموعه ده )

۲ : تورمخي (دلنډو کیسو او افسانو ټولګه ده )

۳ : رنګین سفر (دادبي مقالو او نقدي لیکنو مجموعه ده چې دشاعرانو هنرونه پکې تلل شوي )

۴ :له اردونه ژباړل شوی یو ادبي اثر

۵ :دجهادي اوحماسي اشعارو یوه بله مجموعه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button