بخښنه او ټولپوښتنه…!!

موسی فرهاد

—–  ښایي تاسو به ووایئ چې دا څنګه سرلیک دی، ممکن فکر مو یوې افسانوي غوندي خبري ته ولاړ شي چې حقیقت نه بلکي د یوې موضوع تمثیل پکي وړاندي شوی وي ، خو داسي نه ده ، دا یوه رښتیا خبره ده ، یوه بخښنه ده ، په یوه لفظ ، یوه سړي د یوه مړه جسد په وجه ، د یوه ظالم په استاځولۍ د یو مظلوم په وړاندي بخښنه غوښتي چې وایي خدایه ما د هغي تېروتني له امله وبخښه چې څوارلس کاله وړاندي مي ترسره کړي وه. د بښني کیسه به په راتلونکو کرښو کې ولولئ.

دا راز یوه رښتیني ټولپوښتنه ده چې د طالب جنګیالیو په وړاندي د جنګیدونکو امریکایانو په پتلونونو کې باید تڼۍ وي او که ځنځیر ؟ د سروې پایله او پر هغه باندي د سُپر پَاور د پوځ ودانه ستراتیژي به هم په وروستۍ کرښه کې ولولئ.

د امریکا د کانګرس غړي، ولټربی جونز او ورسره جون ګرام اینډي، څه موده وړاندي د کانګریس د ودانۍ په وړاندي یو خبري کنفرانس ته د هغه قانوني ترمیم په اړه خبري کولي چې دوی وایی د کانګریس له لاري یې هڅي پیل کړي چې نور به په افغانستان کې پر پوځي عملیاتو د دوی بودیجه مصرف نشي.

د کانګرس غړی ولټر بي جونز وایی : ‘Asking God To Forgive Me’ له خدایه غواړم چې ما وبخښې ، د هغه څه لامله چې د جګړې په پلوۍ مې رایه ورکړي وه. N.C. Lawmaker Seeks Redemption For War Votes

څوارلس کاله وروسته پر خپله هغه پریکړه ډېر زیات پښیمانه یم چې د جګړې په حق کې مي بوش ته رایه ورکړه

ده په جګړه کې د یو وژل شوي سرتیري Michael Bitz تصویر ته په اشارې سره وویل: زما په وړاندي دا لومړنۍ جنازه ده چې زه یې پر دې مجبور کړم چې فکر وکړم چې ما څومره غلطه پریکړه کړي وه .

میچل بیټز د 2003م د مارچ په 23مه په عراق کې په داسی حال کې ووژل شو چې له خپلو هغو دووغبرګولي ماشومانو سره یې لیدنه ونه شوه چې یوه میاشت وړاندي پیدا شوي وو .

جونز چې د ریپبلیکن ګوند غړی او په کانګرس کې د شمالي کیرولینا استاځیتوب کوي ؛ د نوموړي سرتیري د جنازي مراسمو ته ورغلی او وایی زه هیڅکله دا صحنه نشم هیرولای چې د میچل بیټز سمندري سرتیري میرمن څنګه د هغه د خط داستان راته بیاناوه. چې له میچل نه یې ترلاسه کړی و.

زه فکر نه کوم چې څوک دې هلته پاتی شوي وي چې سترګي یې له اوښکو ډکي نه وي ، جونز وایی د هغه میرمني په اخیر کې خپل خاوند ته د خطاب په بڼه وویل : ښایی زه بیا تا دلته د ځمکي پرمخ ونه وینم ، مګر په بله دنیا کې… . مننه میچل بیټز.

مسټرجونز د کانګریس د ودانۍ په وړاندي د تصویرونو یو اوږد لیست را ځوړند کړی چې څه دپاسه د 568 وژل شويوسمندري سرتیرو تصویرونه دي. دغو سرتیرو په لیجیون نومي پوځي کیمپ کې دندي درلودي او ټول د والټرجونز د ولسوالۍ اړوند کسان دي ، دوی د عراق او افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي.

ټولپوښتنه 

وايي یو سړی د اتڼ په مسابقه کې پاتې راغی بیا یې د خپلې ماتې د جبران لپاره ویل چې میدان کوږ و. د (USA Today) ورځپاڼې په حواله ، کله چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو څخه پوښتنې ګروېږنې وشوې چې ولې د طالبانو بریدونو ته ځان نه شي ټینګولای؟ د ډیرو عسکرو جواب دا وو چې زمونږ د پتلون ځنځیرونه یا خو له اوله خراب وي او یا د ګردونو او دوړو له امله زیانمن شي، نو مونږ خپل پتلونونه او جیبونه ټینګ نه شو تړلی. ځکه چې د پتلون ځنځیرونه ډیر اوچت آواز راباسي او کله- کله چې مونږ خپل پتلونونه تړو یا خلاصوو نو د آواز له لاسه زمونږ موقعیت طالبانو ته معلوم شي او بیا په هماغه ځای ډز کوي.

له همدې ځایه وه چې د امریکا پوځ په 2007م کال کې یوه ټولپوښتنه ترسره کړه، په ټولپوښتنه کې زیاتره عسکرو د پتلون لپاره د توکمو (تڼیو) لګول غوره بللي وو، په داسې حال کې چې یوازې 11٪ عسکرو ځنځیر ته رایه ورکړې وه. هماغه و چې د امریکا پوځ پریکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو پتلونونه د تڼۍ والا پتلونونو باندې بدل کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button