ټن ـ ټن خربوزې مخ پر خرابېدو دي!

ویس احسان

داچې تاجکستان د افغانستان خربوزو صادراتو مخه نیولې د افغانانو په فصلونو کې ټن ټن خربوزې مخ پر خرابېدو دي.
افغان چارواکي واېي، د تاجکستان سرحدي پولیسو او د ګمرک مسئولینو افغان سوداګرو ته اجازه نه ده وکړې، چې ددغه هېواد له لارې خربوزې روسیې ته صادرې کړي.
د کندوز د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس مسعود وحدت رسنیو ته ویلي، چې په کندوز کې افغان سوداګرو غوښتل چې دغه خربوزې روسیې ته صادرې کړي، خو د تاجکستان ګمرک ورته د صادرېدو اجازه نه ده ورکړې او له همدې امله ۲۰ ټنه خربوزې خرابې شوي دي.
نوموړي وویل:
((څه باندې ۲۰ ټنه خربوزې خرابې شوي، دا د کندز د بزګرانو لپاره د خواشینۍ خبر دی)).
ښاغلي وحدت وویل چې د تاجکستان په ګمرک کې د ۲۰ ټنو خربوزو د خرابېدو له امله افغان سوداګرو ته څه باندې ۶۰۰۰ ډالر زیان رسېدلی دی.
د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، تاجکستان او ازبکستان اوس مهال خپل کرنیز توکي روسیې ته استوي، ځکه د خپلو توکو د بازار د را لوېدو له امله یې د افغانستان صادراتو ته اجازه نه ده ورکړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button