کینیاکي په پوهنتون برید شوی، سلګونه کسان برمته نیول شوي

وسله والو دصومالیاپولي ته څېرمه دکینیاپه ختیځ دګریسادښار په پوهنتون وسله وال برید کړی، چي په ترڅ کي یې ۱۵ تنه وژل شوي، ۶۷ تنه ټپیان شوي او سلګونه محصلین برمته نیول شوي دي.

دکینیاپولیسو ویلي، چي پنځو تنو بریدکونکو په پوهنتون برید ترسره کړی دی، لومړی یې دپوهنتون ساتونکي وژلي او وروسته پوهنتون ته ننوتلي او په زده کونکو يې ناتار ډزي کړي دي.

دای پي خبري اژانس دیوه زده کونکي له قوله ویلي، چي وسله وال برید کونکي چي کله پوهنتون ته ننوتل له محصلینو څخه يې پوښتنه کوله، چي مسلمانان دي اوکه عیسایان که به مسلمان وو هغه به يې پرېښول او عیسایان محصلین به يې برمته نیول او وژل به یې.

په صومالیا کي فعالي دالشباب اسلامي ډلي ویلي، چي برید دوی ترسره کړی دی او سلګونه عیسايي محصلین يې برمته نیولي دي.

راپورونه وايي، چي پولیسو او پوځیانو پوهنتون کلابند کړی دی او له وسله والو سره يې جګړه پيل کړې ده، دګریساپولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی دی، چي دپوهنتون سیمي ته ورنه شي، ترڅو دجګړې په ترڅ کي زیان ورته ونه رسیږي.

دګریساچارواکو ویلي، چي یوتن بريد کونکی یې وژلی دی او جګړه روانه ده.

دکینیادکورنیو چارو وزارت ویلي، چي له څه باندي ۸۰۰کسانو څخه د۵۳۵ تنو برخلیک معلوم نه دی.

الشباب ویلي، چي ترهغو به په کینیا کي خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، ترڅو کینیادصومالیااشغال پای ته نه وي رسولی.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button