د ګډ حکومت جنرالان له هیواده تیښته کوي

د راپورونو له مخې، تېرو دوو کلونو کې له١٠٠ زيات هغه افسران او جنرالان چې امريکا ته د روزنې او زده کړو لپاره تللي، بېرته نه دي راستانه شوي.

نه یواځې امریکا او کاناډا ته افغان چارواکي تیښته کوي، بلکې د دوبۍ، سویس، استرالیا، فرانسې او جرمني په شمول د نړۍ هر هغه هیواد ته د حکومت افسران تښتي چې شپه یې په کې په پرده کې تیره شي او هیواد ته د بیرته راشړلو چانس کم وي.

خواوشا لس کلونو راهيسې د لوړو زده کړو، پوځي زده کړو او نورو برخو کې د روزنې لپاره لسګونه افغان افسران امريکا تللي دي، خو د دوه ستورو پوځي جنرالانو په ګډون یو زیات شمیر یې هلته پټ شوي دي او بیرته دندې ته ندي راغلي.

رسنۍ وايي چې تېرو دوو کلونو راهيسې له دغو کسانو په امريکا او يا هم کاناډا کې د تېښتې او پاتې کېدو شمېر زيات شوی دی.

واشنګټن کې مېشت يوه افغان چې له امريکايي  ادارو سره نږدې اړيکې لري، د نوم نه څرګندولو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ٢٠١٥ زېـږديز کال راهيسې شاوخوا ١٥٠ افغانان په امريکا او کاناډا کې پاتې شوي دي.

واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د دفاعي اړيکو مسوول احمد شاه کټوازي پژواک منلې چې يو شمېر افغانان چې د روزنې لپاره راغلي وو، همدلته پاتې شوې دي.

هغه زياته کړه  له بده مرغه دا رښتيا ده، يو شمېر افغانان چې د روزنې لپاره دلته راغلي ول، په امريکا کې پاتې شوي او ځيني يې کاناډا ته تللي دي.

نوموړي وايي: «موږ دا موضوع ډېره جدي نيولې ده ، له بېلابېلو امريکايي ادارو او له هغو افغانانو سره چې دلته د روزنې لپاره راغلي، سره په اړيکه کې يو».

کټوازى وايي چې دوى دغه افغانان هڅوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې يې د امريکا له ځينو پوځي ادارو په ځانګړې توګه له هوايي ځواک سره اړيکه نيولې، څو له هغو روزنيزو مرکزونو څخه د دوى پلاوو ته د ليدنې اجازه ورکړي چې افغانان تر روزنې لاندې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري هم مني چې يو شمېر افغانان په امريکا کې پاتې شوي او بېرته نه دي ستانه شوي.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر اشرف غني ځوی او لور هم امریکا کې میشت دي، او تراوسه ایله یو ځل د نوموړي لور مریم غني د څو ورځو لپاره تیر ژمي کابل ته راغله او بیرته لاړه.

عام هیوادوال او ټیټ پوړي دولتي کسان، په ځانګړي ډول پوځي منسوبین ګیله کوي چې د حکومت لوړپوړي چارواکي خپل ځانونه او بچیان د جنګ له لمبو لرې ساتي، خو د غریب اولاد په اور سوځول کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button