تجارت خونه: کاروبار په صفر او منفي حالت کې دی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د دوی وروستۍ سروې ښيي چې د تولید، ساختمان، سوداګرۍ او خدماتو په سکټور کې نه‌ یوازې دا چې ښه‌والی نه‌دی راغلی، بلکې راتلونکو فعالیتونو ته ‌یې خوشبیني هم کمه شوې ده.

د دغې خونې چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دوی د روان لمریز کال د لومړیو درېیو میاشتو ارزونه ښيي چې د کار او بار په برخه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی او راتلونکې ته‌یې هم د سوداګرو، پانګه‌والو او متشبثینو هیلې کمې کړې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مشرتابه پلاوي عامل رئيس عتیق‌الله نصرت وویل:«زموږ وروستۍ سروې د تېر کال د همدغې مودې د سروې په پرتله، خرابه ده، سږ کال مو تمه لرله چې مثبتې خوا ته ولاړ شو، خو کاروبار اوس هم په صفر او منفي حالت کې دی.»

دغه خونه وايي، نا امني، د زېربنا، ځمکې او برېښنا نشتوالی، د سوداګریزو قوانینو پېچلتیا، اداري فساد، لوړه مالیه سیاسي لانجې او داسې نور هغه لاملونه دي چې په هېواد کې یې د کاروبار د پر اختیا مخه نیولې ده.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button