یی افغانستان کا جنډا هی!

عبدالرحيم (ثاقب)

د ۱۴ اګست په را رسیدو سره د دې ورځې د لمانځلو لپاره د سکول ټولو زده کوونکو ځانګړې تیاري نیوله.

هرچا ځانته د پاکستانۍ جنډې (بیرغ) په رنګ کالي جوړول او لاسي جنډې یې رانیولې .

ملالۍ هم چې کله د خپلو ټولګيوالو په لاس کې سپین او شنه بیرغونه ولیدل ، په بیړه خپلې مورته راغله او ورته ویي ویل: مورجانې! زمونږ ټولو ټولګیوالو د چوده اګست(د اګست ۱۴ د پاکستان د ازادي ورځ) لپاره ښکلي جنډې او جامې اخیستې ، ماته به هم نوي کالي او د خپل هیواد جنډه اخلئ ؛ ځکه نن  سر(ښوونکي) په کلاس کې زموږ ټولو کلاس والو ته وویل چې سبا به د یوم آزادي د لمانځلو لپاره هریو له نویو جامو او جنډو سره راځئ.

موریې ورته ویل : لور جانې ته جنډه او نوي جامې څه کوي ؟ چوده اګست خو د پاکستان د آزادي ورځ ده ، ستا ټولګیوال خو پاکستانیان دي ، هغوی د خپلې ازادۍ ورځې د لمانځلو لپاره نوي جامې او جنډې اخلې ، ته يې څه کوي ؟ سبا مو هسي هم  رخصتي ده ، ته له سره سکول ته مه ورځه له پلارسره دې په شربت پلورلو کې مرسته وکړه ، په هغه به سبا ډیر رش وي .

د ملالۍ پلار د هغې د سکول مخې ته په لاسي ریړۍ کې یخ شربت پلورل.

ملالۍ : نه مورجانې ! زه مي د خپل کلاس کپتانه یم ، سر(ښوونکی) تر ټولو زیات پرما ټینګار کاوه چې ته به حتما راځي ، زه خامخا ورځم خو زه به له ځان سره د خپل هیواد جنډه یوسم څه پروا لري ، ولي زمونږ هیواد خپله جنډه نه لري؟

هو ! ضرور به ماته زمونږ د هیواد جنډه اخلئ زه هغه له ځانه سره د یوم آزادي لپاره سکول ته وړم ، هو خامخا به يې راته اخلئ په کمکی اخترکې مو کالي هم نه وه راته جوړکړي ،خو دا به ضرور راته اخلئ!

مور چې یې د خپل هیواد جنډې ته د خپلې ایکې یوې نازولې لور ټینګار ولید مجبوره شوه په خپل لاس یې ورته له تور سره او زرغون ټوکرانو څخه یوه ښکلې لاسې جنډه جوړه کړه، افغاني جامې یې ورته تیارې او سهار یې په  ټاکلي وخت سکول ته ولیږله. سکول ته په ورننوتلو سره ټول زده کوونکي په لاینونوکې کتار ولاړ ول، ملالۍ هم سیده ورغله او د خپل ټولګي د لیکې په سرکې ودریده ، ټولګي وال او ښوونکي یې د ملالۍ د نابلده جنډې او جامو په لیدو هیښ شول، ټول ورباندې را تاوشول او له دې څخه یې د جنډې په اړه پوښتنې شروع کړي … ملالي یی کیاهی؟

ملالۍ د هغوي په پوښتنو هيځ ځان نه پوهاوه ، بالآخره د سکول مشر( سر) ترې د هغې د جنډې په اړه وپوښتل:

ملاله  یی کیاهی؟

ملالۍ په ډیر غرور ورته وویل … یی هماری ملک افغانستان کا جنډا هی.

لیږ وروسته د سکول په منځ کې د لوی لګیدلي ټلویزون پر سکرین د پاکستان ملي ټلویزون لخوا د پاکستان د قومي ترانې غږول پیل شول:

پاک سرزمین شاد باد … کشورحسین شاد باد… تو نشان عزم عالي شان … ارض پاکستان!

او له دې سره سم ټولو زده کوونکو په خپلو لاسونوکې نیولې جنډې اوچتي او زنده باد پاکستان نارې یې پیل کړې.

ملالۍ ته دا مهال د خپلې جلا وطنۍ احساس وشو او په خپل کم عمر په دې وپوهیدله چې کومه جنډه چې دې په لاس کې نیولې هغه په پردې وطن کې نشي اوچتولای ، هماغه وه چې په مات زړه يي د خپل هیواد ښکلې جنډه د پورته کولو پرځای په خپل زړه پوري جوخته ونیوله او بي اختیاره د محرومیت سلګیو واخیسته …

په سکول کې د پاکستان د یوم آزادي په مناسبت تر تیب شوی پروګرام پایته ورسیدو … د ملالۍ د نورو ټولګیوالو میندې اوپلرونوهم په پروګرام کې ګډون کړی وو ، خو د ملالۍ پلار د سکول په مخ کې د شربت پلورلو او مور یې د ګاونډیانو په کورنوکې دهغوي په جامو وینځلو مصروفه وه.

تر پروګرام ختمیدو وروسته ملالۍ له خپل ترلاسه کړي ایوارډ(جائزې) سره د پلار خواته ورغله هلته ورته ډیره تاوراتاوشوه خو د پلار سترګي او حواس یې ټول شربتو اخیستونکو مصروف کړي وو ، هماغه وه چې دا  په مات زړه کورته راغله مور یې هماغه لحظه د ګاونډیانو له جامو وینځلو فارغه شوې وه .

له مورنه یې په معصومانه لهجه وپوښتل … مورجانې ! زمونږ د هیواد چوده اګست (دآزادي ورځ) به کله وي ؟ زه به مي دغه جنډه او جامي په هغه ورځ راسره وړم ؛ ځکه نن دلته ټولو ورته بد بد کتل…

موریې د خپلې نازولې لوري د تسلې لپاره هیڅ ځواب نه درلود ، په سترګو کې د غربت او جلاوطنۍ اوښکې ډنډ شوي ، لوريي په یوې اوبلې خوا ښکل کړه ورته ویې ویل :

 لورجانې ! زمونږهیواددآزاديخپلېورځېلري،خوپهچاپاللېنهدي .

د زمري اته ویشتمه او د سلواغې شپږ ویشتمه هغه تاریخې ورځې دي چې افغاني غازیانو په دغو ورځوکې دوې نړیوالې امپراطوري راپرزولې او خپله آزادي یې ترې اخیستي، خو نن یې ناخلفه زامنو بیرته خپل آزاد هیواد پر هماغو پرزول شویو غلیمانو پلورلی او زمونږ په څیر یې ډیر هیواد وال داسې دغربت او مهاجرت ستونزو ګاللو ته اړ کړي یو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button