۶ امریکایي پوځیان چورلکې سره بحر کې پریوتل

تیره شپه د امریکا یوه پوځي بلاک هوک چورلکه ۶پوځیانو سره د یمن بحر کې پریوتله او ټوټه ټوټه شوه.
امریکایي چارواکي وایي چې پیښه د روزنیزې الوتنې مهال رامنځته شوې ده، او ۵ عسکر یې موندلي خو د ۶م عسکر د موندلو کوښښ کوي.
تراوسه لا د پیښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو دغه سیمو کې د القاعدې وسله وال هم فعالیت کوي، او د امریکا یو شمیر پوځیان همدې موخې لپاره دغلته ځای په ځای دي.
د یمن دغه سیمه کې تیرکال امریکایي پوځ کمه له کمه ۸۰ بریدونه په القاعده وسله والو ترسره کړي وه.