شیخ هبة الله: له سیاسي مخالفینو د غچ اراده نه لرو(بې ساری اختریز پیغام)

په یوه بیخي بې ساري اختریز پیغام کې د طالبانو مشر شیخ الحدیث هبة الله آخوندزاده په ګڼو کورنیو او بهرنیو موضوعاتو رڼا اچولې او ډاډ یې ورکړی چې د امریکایانو له وتلو وروسته به له خپلو سیاسي مخالفینو هیڅ غچ وانخلي او غواړي د ولس له هیلو سره سم افغان شموله اسلامي، سوکاله، او هر ډګر کې د سیالانو سیال افغانستان جوړ کړي.

آخونزاده ولس، طالبانو، ګاونډیو، سیمه ییزو او اسلامي هیوادونو، ته ګڼ پیغامونه په دې اختریز پیغام کې رانغاړلي دي او په هیوادوالو خصوصا تجارانو غږ کړی چې د هیواد ودانولو ته راپورته شي او که په خپل امنیت ډاډه نه وي مونږ به یې تضمین کړو.

د پیغام ارزښت ته په کتو غواړو کټ مټ یې د لوستونکو درانه حضور ته وړاندې کړو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نیکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده د مبارکي پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

الحَمْدُ لله القَوِيِّ العَزِيزِ، بَطْشُهُ شَدِيدٌ، وَحَبْلُهُ مَتِينٌ، وَنَصْرُهُ  قَرِيبٌ، وَهُوَ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ، نَحْمَدُهُ حَمْدَ الشَاكِرِينَ، وَنْسْتَغْفِرُهُ استِغْفَارَ المُذْنِبِينَ، وَنَسْأَلُهُ مِنْ فَضْلِهِ العَظِيمِ؛

وَنشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ صَلَى اللهُ وَسَلَّمَ وَبَارَكَ عَلَيهِ وَعَلَى آلِهِ وَأَصْحَابِهِ وَأَتْبَاعِهِ إِلَى يَومِ الدِّينِ.

امابعد:

قال الله تبارک و تعالی فَمَنْ كَانَ يَرْجُوا لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلا صَالِحًا وَلا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا (110 الکهف)

د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس او ټول اسلامي امت ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

له هر څه مخکې درته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وایم. اختر مو مبارک شه!

الله تعالی مو ټول ځاني او مالي عبادات او قربانۍ قبولې کړه. د چا چې د حج په فریضه کې نصیب شوی وي، الله تعالی دې ورته حج مبرور وګرځوي او کوم مجاهدین چې د باطل په وړاندې د مقدس جهاد په هره برخه کي په خدمت بوخت دي، الله تعالی دې ټولې ستړیاوې او فداکارۍ ترې منظورې کړي، په ځانکړي ډول دې الله تعالی د شهیدانو شهادتونه قبول، زخمیانو ته عاجله شفا نصیب او بندیان ژر تر ژره آزاد کړي. آمین یا رب العلمین

محترمو هیوادوالو!

د قربانۍ اختر موږ او تاسو ته د الله تعالی د لوړ عزم درلودونکي پیغمبر ابراهیم علیه السلام او دهغه د زوی اسمعیل علیه السلام سرګذشت رایادوي او دې ته مو متوجه کوي چې په دنیا کې د مسلمان خپلو اسلامي اصولو ته ژمن پاته کیدل څه اسان کار نه دی. د الله تعالی د بندګۍ لاره خامخا امتحانات، سختۍ او کړاوونه لري، موږ پردې ایمان لرو چې څومره امتحان سختیږي ورسره د الله جل جلاله نصرت او امداد رانږدې کیږي لقوله تعالی: ولما رآ المؤمنون الاحزاب قالوا هذا ما وعدناالله ورسوله وصدق الله ورسوله وما زادهم الا ایماناوتسلیما) (سورة الاحزاب (۲۲)ترجمه: او کله چې مؤمنانو هغه لښکرې ولیدې ویل یې دا خو هماغه دي چې الله تعالی او رسول الله یې له موږ سره وعده کړې وه الله تعالی او رسول یې( محمد صلی الله علیه وسلم) رښتیا ویلي وو او پرته له ایمان او تابعدارۍ یې د هغو بل څه ور زیات نه کړل.)

او موږ پر دې هم ایمان لرو چې د چا یوه ذره عمل او تکلیف چې د الله جل جلاله دپاره یې په اخلاص سره ‌سرته ورسوي ضايع به نشي ځکه الله تعالی فرمایي( وماکان الله لیضیع ایمانکم) البقرة ۱۴۳. او د قیامت په ورځ به الله تعالی د هرنیک عمل په مقابل کې بدله ورکوي، یوه نیکي‌په لس چنده په اووه سوه یا بې حسابه لقوله تعالی: (من جاء بالحسنة فله عشر امثالها ومن جاء بالسیئة فلا یجزی الا مثلها وهم لایظلمون. سورة الانعام(۱۶۰) ترجمه: چا چې نیکي وکړه نو هغه ته یې لس برابره ثواب دی او څوک چې له بدي سره راغی نو له یو برابر پرته کومه سزا نه ورکول کیږي او نه به کوم ظلم پرې وشي. و قوله تعالی مثل الذین ینفقون اموالهم فی سبیل الله کمثل حبة انبتت سبع سنابل فی کل سنبلة مائة حبة والله یضاعف لمن یشاء والله واسع علیم( سورة البقرة آیة (۲۶۱) ترجمه: د هغو خلکو مثال چې خپل مالونه د الله تعالی په لار کې لګوي داسې دی لکه یوه دانه(تخم) چې اوه وږي راشنه کړي په هر وږي کې سل دانې. او چاته چې الله تعالی غواړي (نور هم ) زیاتوي او الله د پراخۍ څښتن او ښه پوه دی.

لکه په دې آیتونو کې چې د اجرونو ذکر وشو همداسي په دنیا کې هم الله جل جلاله  سرلوړي او کامیابي ورپه برخه کوي، ځکه خوخپل ځوریدلي ولس ته ډاډ ورکوم چې د الله تعالی په فضل او نصرت سره نور هغه وخت رانیږدې شوی چې زموږ د  قربانیو نتیجه په لاس راشي او هیواد مو له یوه آزاد، افغان شموله او سوکاله اسلامي نظام نه برخمن شي.

دښمنان هڅه کوي چې د راتلونکې په اړه زموږ د ولس امیدونه ووژني او هغوی ته کاذب تشویشونه پیدا کړي. دوی وايي که یرغلګر ووزي په افغانستان  کې به یو ځل بیا ګډوډي او بي نظمي را شي، د قوم او مذهب په نوم  به  تبعیضي چلند وشي، د طالبانو لخوا به انحصاري حکومت رامنځته شي، او یا به د اسلامي امارت مجاهدین له خپلو داخلي مخالفینو څخه د انتقام اخیستلو هڅې وکړي. ولس باید په دې پوه وي چې د دغه ډول کاذبو اندیښنو خپروونکي عناصر  په اصل کې د یرغلګرو لخوا ګمارل شوي مبلغین دي چې غواړي هیوادوالو ته د اشغال دوام د یوه ضرورت په توګه معرفي کړي.

موږ همدا اوس په تر نیمايي زیات افغانستان باندې د واکمني په مهال دا ثابته کړې چې له هیچا څخه د انتقام اخیستلو اراده نه لرو، تبعیضي چلند نه کوو او نه هم د واک د انحصار په لټه کې یو. زموږ په باور یو جامع او د ولس د آرمانونو ممثل نظام هغه دی چې په هغه کې د ټولنې ټول اقشار او پرګنې خپل ځان وویني.

د سولي په مخ کي ترټولو لوی خنډ اشغال دی د اشغال په ختمېدوسره له سوله ایزې لارې د افغانستان د مسئلې حل د اسلامي امارت د تګلارې مهمه برخه ده، د همدې لپاره یې سیاسي دفتر ته د سوله ایز حل د موندلو دنده سپارلې ده.

د سیمي او اسلامي نړۍ له حکومتونو نه مو هیله دا ده چې زموږ په خلاف د یو طرفه دریځ  تر اعلان یا الزام لګولو وړاندې لومړی زموږ په تګلاره او موقف ځان پوه کړي او موږ ته دي زموږ د دښمن له زاویې نه ګوري. اسلامي امارت د هیچا لپاره د ضرر رسولو نیت نلري.

د دې خبرې یادونه د نړۍ هغو حکومتونو ته هم کوو چې د غلط تأثر له مخې په افغانستان کې زموږ شتون د ځان لپاره خطر بولي، هغوی ته وایو چې زموږ پالیسي په دې اسلامي اصل باندې ولاړه ده چې: ( لاضرر ولا ضرار فی الاسلام )ژباړه: د اسلام (په احکامو کې) ضرر نشته او (مؤمنان) به هم د ضرر کار نه کوي.

نو بناء نړیوال دې ډاډه اوسي چې اسلامي امارت هیچا ته بده اراده نه لري او ټول هیوادوال او نړیوال دي په دې حقیقت هم پوه وي چي اسلامي امارت په افغانستان کي د ډیرو ناوړه افکارو د را ټوکیدو مخه نیولي، د نه اټکلیدونکو خونړیو حوادثو مخه یې ډب کړې او د ټولې سیمي د امن او ثبات لپاره یې کار کړی دی. همدا اوس کومي سیمي چي د اسلامي امارت ترکنترول لاندي دي هلته د خلکو سر، مال اوعزت خوندي او له هغو سیمو څخه ګاونډیوهیوادونو اونوري نړۍ ته د ضرر رسولو مخه نیول شوي.

په ټوله اسلامي نړۍ خصوصا منځني ختیځ کي  په مسلسل ډول د بدو حوادثو په راټوکيدلو د زړه له تله خفه یم او له ټولو مسلمانانو که حکمرانان دي او که ولسونه  هیله مې ترې دا ده چې د خپل منځي اختلافاتو په مخنیوي او له مظلو مانو نه په دفاع کي دې د خپل وس په اندازه کوښښ وکړي، په خپل منځ کې هر ډول لانجې دې د خپل منځي تفاهم له لاري حل کړي ترڅو مو دښمنان د دې توان  پیدا نکړي چي د ضرر لاسونه را اوږ ده کړي.

باید ووایم چې موږ آزاد، مستقل او مترقي افغانستان غواړو او پدې برخه کې مو له ولس څخه غوښتنه دا ده چې د بهرنیانو په تمه ونه اوسئ ځکه بهرنیان یوازې د شعار تر حده جوړونکي دي. لهذا افغانان باید د خپل هیواد د بیا رغونې او پرمختیا لپاره خپله لاس په کار شي او خپل مالي او بشري ځواک دي د هیواد په دننه کې مصرف کړي، خصوصأ تجاران وروڼه باید د هیواد په داخل کې سرمایه ګذاري وکړي تر څو دلته  بیکاري ختمه او هیوادوال مو نورو هیوادونو ته د خطرناک مهاجرت او هلته د شاقه کارونو له تکلیف او بی لاریو څخه وژغورل شي.

که ملي تجاران په ښارونو کې له اختطاف ګرو او غاصبینو څخه په ویره کې وي، د اسلامي امارت ترواک لاندې سیمو کې دې کارځایونه او فابریکې ودانې او په بیلابیلو برخو کې دې پانګونه وکړي. زراعت او مالداري ته دي وده ورکړي. اسلامي امارت نه دا چې په خپل ټول توان سره د دوی حمایت کوي بلکې د هرهغه اقدام چې زموږ ولس او هیواد ته یې ګټه رسیږي،  ملاتړ کوي.

د لارو، پلونو، داوبوبندونو، تعلیمي ادارو، روغتیایي مراکزو، تولیدي فابریکو د جوړولو او د هر راز زیر بنايي پروژو د خوندیتوب لپاره مو ځانګړی کمیسیون ټاکلی چې د هیواد په هره برخه کې د دا ډول پروژوڅارنه  او ساتنه کوي.

هغه خیریه مؤسسات چې داسلامي امارت داصولو په رعایت کولو سره د ولس د ښیګڼې لپاره کارونه کوي، بلنه ورکوو چې د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې له ولس سره په تعلیمي، صحي، زراعتي او نورو اجتماعي برخو کې مرسته وکړي. د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته هدایت کوم چې د ولسي ښیرازي او ښیګڼې د کارونو لپاره زمینه برابره کړي او څوک چې پدې برخه کې خدمت کوي د هغوی د فعالیت او امنیت لپاره همکاري خپل مسئولیت وبولئ ځکه چې د ولس ښیرازي او سوکالي زموږ د جهاد د سترو اهدافو څخه ده.

د دښمن په لیکو کې ولاړو داخلي عسکرو ته وایو چې کومه لاره چې تاسو انتخاب کړې هغه د دُنیایي او اخروي ژوند د هلاکت لاره ده،  تاسو د اشغالګرو تر قومانده لاندې د خپل مؤمن ولس په وړاندې جنګیږئ، که په دې لاره کې ووژل شئ مرګ مو خراب دی او که ژوندي یئ او دوام ورکوئ، د هرې شیبې په تیریدلو سره مو د ګناه بار درنیږي، تاسي ته چي د وطن د دفاع، او سرحداتو د ساتني تیر ایستونکي شعارونه ویل کیږي دا هرڅه ستاسي د غولولو لپاره دي ځکه تاسې چې د چا لخوا روزل کیږئ یا اکمالیږئ له هغوی سره د وطن او سرحداتو د دفاع هیڅ فکر او غم نشته، نو په  خپل ځان رحم وکړئ او باور وکړئ چې اسلامي امارت ستاسو خیر غوښتونکی دی. موږ ستاسو سره ذاتي مخالفت نه لرو؛ بلکې  ستاسو د کردار مخالف یو.

د هیواد له تعلیم یافته طبقې او مخورو نه هیله لرم چي د اسلامي امارت مجاهدین د خپلو پاکو آرمانونو او استقلال کټونکو غازیانو په څیرخپل وروڼه او زامن وبولئ، ځانونوته یې نږدي کړئ، مسئولیتونو ته یې متوجه او علمي او ملي نیکې مشورې ورکړئ. زموږ خاوره به حتمأ د الله په نصرت سره آزادیږي. مستقبل یې ستاسي او د همدې غازیانو دی،  ان شاء الله.

ګرانو مجاهدینو  وروڼو!

کامیابي‌ او د الله جل جلاله نصرت په تقوي او د شریعت مقدسه په عملي کولو کې دی. موږ باید خپله پوره توجه د اسلامي‌شریعت عملي کولو ته وکړو. اول په خپلو ځانونو کې شریعت راولو، د لمانځه  پابندي وکړو، لمنځونه د امکان په صورت کې په جماعت سره ادا کړو، د دعا او د الله د ذکر څخه غافل نشو، د علماؤ او نیکانو خلګو سره تعلق وساتو او د دوی نیکې مشورې واورو او عمل ورباندي وکړو. د شهیدانو د کورنیو قدر او عزت وکړو، له یاده یې ونه باسو. د هغوی د کورنیو سره هرقسم همکاري وکړو، د زخمیانو علاج او تداوي ته حق د اولیت ورکړو، د بندیانو له حاله ځانونه خبر کړو د هر قسم مشکلاتو د حل کوشش یې وکړو او پر کورنیو یې پوښتنه  وکړو، د مشکلاتو په حل کې  یې  ورسره کومک  وکړو، د یتیمانو او معیوبینو ستونزو او مشکلاتو ته پوره توجه وکړو. په خپل منځ کې اتفاق، اتحاد،محبت او ورورولي محکمه وساتو، د تفرق، اختلاف، تبعیضي چلند، قومي عصبیت او منطقه پرستي‌ او ژبني‌ توپير څخه په کلکه ځانونه وساتو. وظیفه  او مسؤلیت د اهلیت او استعداد پر بناء یوچاته ورکوئ نه د انډیوالي او قرابت پر بناء.

مجاهدینو وروڼو!

ستاسو سره چې څوک بندیان وي‌ ښه چلند ورسره کوئ چې هرڅوک وي. بې د محکمي له حکمه یې په بندکې مه ساتئ. د بندیانو د تعلیم او تربیې اهتمام وکړئ، د خپلو مافوق امیرانو په شرعي امورو کې اطاعت کوئ او خپل ماتحت مجاهدینو ته د خپلو اولادونو په نظر وګورئ چې په کوم ځاي‌کې خپل اولاد استعمالوئ باید دا مجاهد چې ستا تر لاس لاندي دی په هغه ځای کې یې استعمال کړئ. دا عجیبه پاک مجاهدین دي الله دي نه کوي چې د هلاکت په ځای او یا په نورو بې ارزښته ځایونو کې استعمال نشي، د تعلیم او تربیې او اخلاقي ارتقاء ته یې پوره توجه وکړئ او د حقوقو ساتنې ته یې پوره توجه وکړئ، پخپلو مفتوحه سیمو کې د شریعت عملي کولو ته پوره توجه وکړئ تعلیم او تربیې ته پوره توجه وکړئ. امر بالمعروف نهی عن المنکر په حکمت او موعظه حسنه سره کوئ او پوره توجه ورته وکړئ ،په امربالمعروف او نهی عن المنکر کې شروع د خپلو ځانونو څخه وکړئ، د محاکمو د فیصلو ډیر قدر کوئ، د تطبیقولو یې پوره اهتمام کوئ، کوشش وکړئ چې ځانونه محاکمو ته تابع او منقاد کړئ، د ولسي خلګو دحقوقو ساتنې ته پوره توجه وکړئ، د ملکي‌تلفاتو د مخنیوي‌زیات کوشش وکړئ او د ملکي‌تلفاتو د مخنیوي د کمیسیون سره د ملکي‌تلفاتو په مخنیوي کې پوره همکاري‌کوئ.

په پای کې له ټولو هیوادوالو، په تیره بیا له شتمنو کسانو نه هیله کوم چې د لوی اختر پدې مبارکو ورځو کې ټول بې وزله هیوادوال، د شهیدانو او اسیرانو کورنۍ د اختر په خوشحالیو کې درسره شریکې کړې  او لاس نیوی یې وکړی.

والسلام

د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده

۱۴۳۸/۱۲/۸ه ق

۱۳۹۶/۶/۸ ه ش

۲۰۱۷/۸/۳۰ م

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button