فراه: د پشتکوه ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

نن مازدیګر د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ امنیه قومندان راحت شاه د ماین چاودنه کې ساتونکو سره ووژل شو.

طالبانو ددې برید پړه په غاړه اخیستې او ویلی یې دي چې د سرک غاړې ماین چاودنه کې یې راحت شاه له ۴ ساتونکو سره وژلی دی.

سږکال پسرلي راهیسې د طالبانو بریدونو کې تیزي راغلې او لسګونه دولتي امنیه قومندانان یې وژلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button