فیسبوکي یا انټرنېټي اعتیاد

تاسې سګرټ نه څکوئ، نصوار نه اچوئ، خو بیا هم معتاد ګڼل کیږئ!!

اعتیاد یوازې نشه يي توکي نه دي، چې تاسې پرې روږدي کیږئ. اعتیاد انټرنېټ هم دی.

له ګهیځ نه، چې تر ماښام پورې په انټرنیټي ماشینونو کې بوخت یئ، فیسبوک او ټویټر لټوئ او په دفتر، موټر او کور کې ترې ارام نه یئ، بله څه معنا درلودای شي؟ څه فکر کوئ دا انټرنېټي اعتیاد (Internet addiction) نه دی؟!.

فیسبوک او ټویټر تاسې مجازي نړۍ ته هڅوي، خو واقعي چاپیریال در باندې تنګوي.

تاسې دلته له خپلو ټولو ملګرو سره شته یئ، خو په واقعیت کې یوازې او تنها یئ.

ځانونه به خوشاله ګڼئ، خو تر ټولو پرېشانه، ګوښه او اندېښمن به وئ.

فیسبوکي شخصیت او شهرت پیدا کوئ، خو په واقعي نړۍ کې به هېڅ وئ.

تاسې به نه غواړئ، خو خپل شخصي حریم ورو ورو خلکو ته افشا کوئ.

که څوک مو تبصرې او عکسونه لایک نه کړي، نهیلي کیږئ او بالاخره پرېشانه او منزوي کیږئ. په غبرګون کې له مقابل اړخ سره همدا چلند غوره کوئ. که ډېر مو څوک لایک کړي، پرځان مینیږئ، بې پروا کیږئ او ځان درنه ورکیږي. له زده کړو او پوهانو سره په اړیکو کې بې تفاوته کیږئ او فکر کوئ، چې هرڅوک مو پېژني او انټرنیټي شخصیت مو کفایت کوي.

فیسبوک، ټویټر او نورې ټولنیزې شبکې ښېګڼې او بدګڼې دواړې لري. د خپل پیغام په انتقال، اړیکو جوړولو او د اطلاعاتو په وېش او خپراوي کې ګټورې وسیلې دي. اړیکې مو پراخیږي، نوې دنده ژر مومئ او ژر اطلاعات ترلاسه کوئ.

د ځان لپاره ملاتړي پیدا کوئ، وړتیاوې مو ډېرېږي، له نورو سره مو کینه او حسادت کمیږي او د روغې سیالۍ لاره خپلوئ، خو ددې ترڅنګ سخت اعتیاد تاسې له ټولنیز ژوند، کار او د اړیکو له واقعي، مثبت او منظم جریان نه لرې ساتي. لکه په سګرټو، چې سږي او معده خرابیږي، له انټرنېټي اعتیاده مو د ملا تير، مغزی، معده، پښې، سترګې او …په ناروغۍ اخته کیږي.

اوس دا په تاسې پورې اړه لري، چې فیسبوک او ټویټر څنګه وکاروئ. ددې لپاره یې مه کاروئ، چې خپل واقعي شخصیت، اعتبار، ملګرتیا او… په مجازي نړۍ کې و ارزوئ. دا کار زیانناک دی. په سلو کې شاوخوا شل داسې ملګري لرئ، چې په مستعارو نومونو فعالیت کوي. هغوی ستاسې په ارزونه کې منفي او مبالغه ډوله دواړه رولونه لوبولای شي. دا چاره ستاسې اصلي شخصیت نه شي تثبیتولای.

فیسبوک خامخا تاسې پرېشانه کوي. هرڅومره، چې ځان خوشاله وساتئ، له یوې داسې خبرې، تبصرې، عکس او پېښې سره به په کې مخ کیږئ، چې په سترګو کې مو اوښکې راولي، یا مو پرېشانه کړي. وینئ به، چې د بل ملګري شعر څومره لایکونه اخلي، خو ستاسې پر شعر هېڅ لایک نه شته. دغه فکر تاسې نهیلی کوي او بالاخره ځان درته یوازې او بې ملګریه ښکاري، خو واقعیت داسې نه دی.

د ټلویزیون پروډیوسر په دې څه پوهیږي، چې خپرونه یې څومره کسان ګوري؟! خو هغه کله هم ځان یوازې نه محسوسوي او فکر کوي، چې ټول خلک یې ګوري. واقعیت هم همدغسې دی، ځکه اوسنی ریموټ کنټرول سیسټم مخاطبان اړ باسي، چې په یوه دقیقه کې ټول چینلونه لاندې باندې کړي. فیسبوک هم همدغسې در واخلئ. ستاسې پیغام ټولو انلاین ملګرو ته رسیږي او غوڅ اکثریت یې لولي.

څېړنې ښيي، چې د فیسبوک معتادان د ټولو نظرونه او عکسونه ګوري، خو ځینې لایک کوي او له ځینو تیریږي.

زما یوڅو ملګري له ماسره په دې خیره دي، چې زه یې ولې هره تبصره او پوسټ نه لایک کوم. دا سم فکر نه دی. لایک او تبصره، یا په مجموع کې فیسبوک د ملګرتیا معیار نه دی. حتمي نه ده، چې ستاسې ملګري دې ستاسې ټولې تبصرې لایک کړي.

یو څوک به ستاسې ټول مطالب لایک کوي، خو هغه به مو ملګری نه وي، مګر یو څوک یې بیخي نه لایک کوي، خو هغه به مو خورا صمیمي ملګری وي. که تاسې له خپلو ملګرو سره د لایک او تبصرې له مخې محاسبه کوئ، په یوه میاشت کې به ګڼ ملګري له لاسه ور کړئ. په فیسبوک کې یو چا ته ستوغه خبره کول، نیوکه او هغه ته بد او رد ویل اسان دي، ځکه دلته تاسې فکر او ژبه نه کاروئ، تاسې په یوه احساساتي چلند او فرصت کې لیکل کوئ. د مقابل اړخ د خپګان کچه او د چلند عواقب هم نه شئ درک کولای. ممکن په ناخبرۍ کې په سلګونو واقعي ملګري له لاسه ور کړئ او تاسې له غیر واقعي او فیسبوکي انډیوالانو سره پاتې شئ.

ډیر کسان شپه او ورځ په فیسبوک کې بوخت وي. نور داسې فکر کوي، چې دا به خورا خوشاله کسان وي. خو خبره داسې نه ده، ممکن دا تر ټولو پرېشانه کسان وي. ځینې بیخي فیسبوک ته سر نه ور ښکاره کوي او کوښښ کوي فاصله ترې ونیسي. ډیر فیسبوک کاروونکي به فکر کوي، چې هغوی خوشاله ژوند لري، خو داسې هم نه ده، ممکن هغوی له همدې امله فیسبوک پرېیښی وي، چې نهیلي ورته پیدا کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button