د نوې ائتلاف او جنرال دوستم د راتګ په اړه د عطا محمد نور تازه څرګندونې

د بلخ والي او جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور د افغانستان د ژغورنې لپاره د سیاسي ائتلاف په په اړه نن وویل چې حکومت دې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د راتګ لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلي نور دغه څرګندونې نن د بلخ په مرکز مزار ښار د شهید اونی په مناسبت کې په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وکړه.

د بلخ والي زیاته کړه، چې په هېواد کې باید د قدرت انحصار ته د پای ټکې کیښودل شي او د ولسمشر لومړی مرستیال د راتګ لپاره موجود خنډونه لرې شي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ژغورنې لپاره ائتلاف یوه پایدره ائتلاف ده ځکه دوی د هېواد او نړیوال په کچه ملګرتیا ځان سره لري.

د هېواد یو شمېر مهم سیاسي مشران چې ظاهراً د ملي یووالي حکومت له هڅو او فعالیتونو ناراضه دي، کابو څلور میاشتې مخکې د  «افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا» په نوم د یوه نوې ائتلاف د جوړولو خبر ورکړ.

د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.

د دغو ګوندونو مشران وایي، په هېواد کې د نظام د سقوط او د ګډوډيو د مخنيوي لپاره سره راټول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم څو ورځې مخکې ووییل، چې د ځینې سیاسي ستونزو له امله او ملي ګټو ته په کتو د لنډې مودې لپاره به په ترکیه کې پاتې شي او د افغانستان ژغورنې ائتلاف د ړنګولو په اړه اندیښنې رد کړه او ټینګار یې وکړ چې یاد ائتلاف به نور هم پیاوړی او مستحکم شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button