د سوریې د دیرالزور ښار دپاکونې عملیات روان دی

په ختیځ کښې د دیرالزور ښار په خواوشا کښې له تیت پرک جنګونو سره سره حکومتی عسکر له داعش ډلې د ښار دکوڅو او دشا وخوا سیمو د پاکولوعملیاتو ته دوام ورکوی .

دسوریې دفاع وزارت وویل حکومتی عسکرو د لبنان دحزب الله اسلامی مقاومت غورځنګ د مبارزانو په ملاتړ سره ددیرالزور ښار په خوا کښې  المریعیه کلی حویجه المریعیه سیمه او شاوخوا کروندې دداعش تکفیری ترهګرې ډلې له نیواک څخه ازادې کړې .

دسورې دپوځ په دغوعملیاتو کښې یوشمیر داعش ترهګر ووژل شول او دهغوې وسلې ،مهمات ، زغرګاډی او په  وسلوسمبال ګاډی تباه شول .

ددیرالزور د کلابندۍ ماتیدل په تیرو څو میاشتو کښې په سوریې کښې د داعش ډلې داصلی مرکز حلب ستراتژیک ښار له ازادیدا وروسته د سورې دحکومتی عسکرو او د حزب الله ځواکونو ترټولو مهم بریالیتوب دی .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button