داعش له موصله تر ننګرهاره(۶برخه)

قاري سعید خوستی

دزرقاوي له شهادت وروسته په اسلامي دولت کې د تکفیري فکر نفوذ
د تکفیر په اسبابو او عِلَلو به وروسته وغږیږو خو په معاصرو اسلامي خوځښتونو کې د تکفیر لوی لامل د مستبدو رژیمونو ظلم دی چې د دې نهضتونو د غړو په حق کې دوی ترسره کړی دی په خاص ډول د صلیبي مؤتلفینو هغه وحشتونه چې دوی په مستعمره هیوادونو کې ترسره کړل . دعراق په ابوغریب کې د امریکایانو ظلمونو د عراقي ځوانانو فکرونه د تکفیر خواته سوق کړل ځکه تکفیر د هغه عقیدوي صلابت او فکري عُقدو څخه مینځ ته راځي چې یو ظالم، زورواک، مستبد یې د یوه مظلوم په حق کې ترسره کوي چې په نتیجه کې یې هغه معذَّب کس عقده من کیږي او په انتقام کې له فکري انحراف سره مواجه کیږي دا په داسې حال کې ده چې دا ځوانان په ریاکشن کې د خپلې علمي خامۍ له وجې له شرعي پولو آوړي.
په عراق کې امریکایي زندانونه د تکفیري فکر محور ؤ هلته خلک توهین شول، کرامت یې تر ښپو لاندې شو، عزتونه یې تار تار شول، له ډول ډول شکنجو ربړونو سره مواجه شول چې بالمثل عراقي ځوانان له زندانه د راخلاصیدو وروسته د ټولو انتقامي اعمالو په هکله یو سخت دریځ خپل کړ.
که د عراق حالت په دقت وڅیړل شي یوه خبره روښانه کیږي؛ چې په عراق کې امریکایي اشغالګرانو په لوی لاس فرقه واریت ته په لمن وهلو عراقیان په سني او شیعه اویشل او یو د بل په مقابل کې یې ودرول چې په سني آړخ کې تکفیر خپلې لوړې کچې ته ورسیدو او عیناً په شیعه آړخ کې یې د عامو سنیانو په خلاف د کرکې زړي وکرل هغه وه چې شیعه ګانو د سنیانو په حق کې له هیڅ ډول زور زیاتي څخه دریغ ونکړ.
د عراقي سني مقاومت په مینځ کې داسې ډیرۍ ځوانان راټول شول چې د کفر فتوی یې نغده په جیب کې وه بلکې د دې مقاومت د سر سړي هم په کامل ډول په تکفیري فکر سمبال ؤ. ابوعمر البغدادي چې د امیرالمؤمنین لقب یې لاره حماس ډله مرتده بلله او په خلاف یې د جهاد او مبارزې ټټر ډباوه چې د همدې فوت شوي امیر میراث اوسنو وارثینو ته پاتې شو او حماس یې کافر اوباله او په خلاف یې عملا سنګر ونیؤو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: