د امریکا او شمالي کوریا ترمینځ د جنګ خطر زیات شوی

د شمالي کوریا او امریکا ترمینځ تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتیږي .

دغه تاوتریخوالی د شمالي کوریا لخوا د هائیډوجن بم له ازمویلو وروسته زیات شوی دی .

شمالي کوریا د هائیډروجن بم ازمویل د امریکا لپاره یوه(۱) تحفه بللې ده .

خو اوس امریکا هم ډګر ته راوتلې ده او دشمالي کوریا دختیځو سیمو دپاسه یې دالوتکو ګزمې کړی دی .

دامریکا دفاع وزارت پینټاګان ویلی دی چې د الوتکو د الوت هدف شمالی کوریا ته دا ویل وو چې دامریکا له ولسمشر ټرمپ سره دخطرونو دختمولو لپاره پوځی حل لاره شته .

دغه راز  په شمالی کوریا کښې زلزله هم راغلی ده چې درې اعشاریه څلور ریشټره وه .

ځینې راپورونه وایی امکان شته دغه زلزله د شمالی کوریا لخوا  تر ځمکې لاندې دیوې اټومی ازموینې له کبله رامینځته شوی وی خو اوس معلومه شوی ده چې دغه زلزله طبیعی ده او شمالی کوریا هیڅ نوی اټومی ازموینه نه ده کړی .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button