انګلا مرکل یو ځل بیا د جرمني انتخابات وګټل

د جرمني د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې ښيي چې د جرمني اوسنۍ صدراعظمه انګیلامیرکل به په څلورم ځل  د دغه هیواد صدراعظمه شي.

د انتخاباتو پایلې ښيي چې د مېرمن میرکل په مشرۍ مسیحي محافظه کار د یموکرات یا زوړپال ولسواک ګوند، چې مېرمن میرکل یې مشره ده، څه باندې ۳۲ سلنه رایې ګټلي او تر دې دمه مخکښ دی.

خو د مېرمن میرکل ګوند د جرمني د پارلمان په ملي جرګه کې اکثریت نه دی ګټلی او باید د حکومت جوړولو لپاره له نورو ګوندونو سره ايتلاف وکړي.

د نظرپوښتنو له مخې، چې له رای اچولو وروسته شوې، د مېرمن میرکل سیال ګوند سوسیال دیموکرات، چې مارتین شولتز یې مشر دی، په سلو کې ۲۰ رایې خپلې کړي دي.

د جرمني لپاره الترناتیف، چې ښي پالی  او سختدریځی ګوند دی، په سلو کې ۱۳ رایې ګټلې دي او په لومړي ځل په دریم لمبر راغلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button