ایران افغانستان ته بندیان وسپارل

په کابل کښې د تهران سفیر محمد رضا بهرامی وویل د ایران له افغانستان سره د محکوم شویو بندیانو د دوه اړخیزه موافقې په لړ کښې دافغانستان دوه سوه پینځه(۲۰۵) بندیان دکابل چارواکو ته وسپارل .

په افغانستان کښې دایران سفیر محمد رضا بهرامی له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل دافغانستان دغه بندیان چې د ایران په بیلابیلو ښارونو کښې یې د محکومیت پړاو تیروه نن دایران په شمال ختیځ کښې د دوغارون سرحد له لارې افغانستان ته انتقال شول .

بهرامی زیاته کړه تراوسه په دوو (۲)پړاونو کښې په ایران کښې دافغانستان درې سوه شپږنوی(۳۹۶) بندیان دمحکومیت دپړاو د تیرولو  د دوام لپاره افغانستان ته منتقل شوی دی .

ایران او افغانستان په قضایی برخې کښې درې (۳)موافقې لری چې  په بند دمحکوم شویو کسانو انتقال ، د مجرمانو سپارل او قضایی ملګرتیاوې پکښې شاملې دی .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button