انجینیر نظر محمد لږ شیبه مخکې آزاد شو

تکړه لیکوال او شناند نظر محمد مطمئن د ملي امنیت له بند څخه لږ شیبه مخکې آزاد شو.

نوموړی له دوه میاشتې زیاتې مودې راهیسې نیول شوی وو خو لامل یې تراوسه هم نه دی روښانه شوی.

مطمئن ته نزدې سرچینو ویلي چې نوموړی د سولې کنفرانس لپاره د فعالیت په وجه ونیول شو، خو حکومت د نوموړي د نیولو او خوشې کولو هیڅ دلیل ندی وړاندې کړی.

د مطمئن نوجوان ځوی ثناءالله مطمئن د خپل پلار د آزادئ پخلی کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button