امریکایې ځواکونو په سوریې کې د عامو خلګو وژنه زیاته کړې

دسوریې ځایې سرچینو وویل  د امریکا جنګي الوتکو د رقه ښار په شمال کښې یوشمیر خلک چې د اوبو د څا ګیر چاپیر راغونډ شوي وو حمله وکړه او له کبله یې دیارلس (۱۳)بې ګناه خلک ووژل شول او څو نور ژوبل هم شول .

په تیرې یکشنبې ورځ هم د امریکا جنګي الوتکو د سوریې په ختیځ کښې په دیر الزور ولایت کښې دولس (۱۲)عادی خلک په حملې کښې وژلي وو .

ایروارز څارونکي ډلې چې په عراق او سوریې کښې د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد د تش په نامه دنړیوال ائتلاف په حملو څارنه کوي وویل له ۲۰۱۴ میلادي کال راهسې تراوسه په عراق او سوریې کښې د امریکا د ائتلاف په هوایی بریدونو کښې کابو درې زره (۳۰۰۰)عادي خلک وژل شوي دي .

یادونه: امریکا له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو ځلونو له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په سوریې، عراق، او افغانستان کښې پر خلکو حملې کړي او عام اولس یې وژلی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button